
فراه: د پشترود ولسوالۍ د طالبانو تر بريدونو لاندې ده
نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۴مه، ۱۳۹۴ل): د فراه ولایت د پشتر رود ولسوالۍ مرکز او اړونده امنیتي پوستې د طالبانو تر بريدونو لاندې ده.
جګړه نن سهار وختي د طالبانو له لوري د ولسوالۍ د مرکز پر ودانۍ، چپک، چارماس او بلندي سیمو کې پر امنیتي پوستو پیل شوه.
د فراه ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو وسله والو طالبانو د جګړې پخلی کړی دی.
د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ولسوالۍ پر مرکز هوانونه توغوي او په نورو نقطو کې مخامخ جګړه روانه ده.
ياده دې وي د فراه ولایت ګلستان ولسوالۍ دم ګړۍ د طالبانو په لاس کې ده او د دې ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د سقوط اندېښنې هم ښکاره شوې دي.