fbpx

د سي زيړي درمل په ارزانه بيعه بازار ته راووتل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۴مه، ۱۳۹۴ل): له تېرو څو لسيزو د سي زيړي ناروغان لوړبيعه درملو له امله له سختو کړاوونو سره مخ و.

د زيړي د له منځه وړلو لپاره ۲۰۱۳ م راهيسې sofobuvir  فارموله کې د sovaldi  په نوم يو ډول ګولۍ امريکا کې پيدا شوې، چې د يوې ګولې قيمت زر ډالر و او پوره کورس په ۸۴ زره ډالره کېده.

د پاکستان درمل جوړونکې شرکت «فيروزسنز» د سي زيړي دغه درمل د «sovaldi » ساولډي په نوم بازار ته وړاندې کړل، چې په يو بوتل کې ۲۸ ګولۍ دي او قيمت يې ۳۲زره روپۍ دي، چې د شپږو مياشتو کورس يې څه کم دوه لکو کلدارو ته رسيږي.

د پاکستان حکومت پر درمل جوړوونکو شرکتونو ټينګار کړی، چې د زيړي ضد درمل بايد په معياري توګه جوړ شي.

لکونو افغانان په زيړي اخته دي، له بدبخته هېواد کې د نورو رنځونو په څېر د زيړي لپاره وړ درمل او روغتونونه نه شته او زموږ هېوادوال اړ دي، چې د زيړي درملنې لپاره پاکستان، هند او نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

په پاکستان کې ۶۱ نړيوالو شرکتونو له حکومته غوښتنه کړې، چې د زيړي ضد درمل جوړولو اجازه ورکړي، مګر حکومت يوازې څوارلسو شرکتونو ته اجازه ورکړې ده.

په دغو شرکتونو کې GETZ  او GENIX نړيوالو شرکتونو هم په دې وروستو وختونو کې ساولډي درمل بازار ته عرضه کړي او اوس په سي زيړي اخته ناروغان کولای شي، چې د متخصصو ډاکټرانو په مشوره دغه درمل په ارزانه بيعه ترلاسه کړي.

د يادو درمل جوړوونکو شرکتونو له لوري بازار ته وړاندې شوي درمل ۲۸ ګولۍ په ۵۸۰۰ کلدارو دی، چې د شپږ مياشتو ټول کورس يې په ۳۴زره کلدراو کيږي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د