نظــر

داده ډیموکراسي !

په افغانستان کي چي   تربل هروخت ډیر   ډیموکراټان په غوره کي دي  اوپه دې خوشحال دي چي نسبتاپخوانیووختونوته  ډیموکراسي  اوس ډیره پیاده شوې  ده . د وی ډیموکراسي داسي تعریفوي چي عبارت  ده :«  پرخلګودخلګوپه خوښه دخلګوله حکومت  څخه »  ،خو    چي همداپدیده په عملي یاتمثیلي ډګرکي  ګوروبیخي برعکس ده . مثلادلته د ډیموکراسۍ  دراتګ اوعمل  څوعیني  بېلګې درسره شریکوو  :

ډیموکراسي ده ، چي  دبې ۵۲،اوایف ۱۶ډوله بم غورځونکوالوتکواوکروزتوغندیوپه مټ یې دافغانستان  هوایې قلمرومات کړ،  په لسهاووزره ولسي وګړي  یې شهیدان اودتوروزندانونوبندیوان کړل  ،کلي اوباغونه یې په  بمونواوبلدوزرونووران کړل ،میوه لرونکي وني  اوځنګلونه یې اره اولولپه کړل .

هو!ډیموکراسي ده ،چي هیواد موپه نړیواله سطحه اداري فسادکي لومړی مقام  وګاټه   .

ډیموکراسي ده ،چي داخلاقي فسادپه اوج کي  څلورکلن ماشومان  هم  دجنسي تېري ښکارشول .

ډیموکراسي ده ،چي لوړپوړي اوعمرخوړلي قاضیان اوحقوقپوهان له شواهدوسره دفساد، اختطاف ،تهدیداوجنسي ځورونوپه تورونیول شول ،خودډیمواکراسۍ له برکته بیرته ډیرژرخوشي شول .

ډیموکراسي ده ،چي لاریون کونکي  په پرله پسې توګه دوهلو،بندی کولواووژلوسره مخ کیږي  .

ډیموکراسي ده ،چي دژورنالیستانو وهل ،بندي کول  ،وژل اوآن پیروپلورپکي دورځي دنرخ  خبره ده .

ډیموکراسي ده ،چي  صادره ونکي  پوځیان  یې په نیمه شپه کي دخلګوپه کورنوننوزي ،دعاموخلګودوهلو،کړولو،بې عزته کولواووژلواوبیایې دمحاکمې څخه دبرات حق  لري  .

 ډیموکراسي  ده ،چي  ځورول شوي ،وهل شوي ،بندیان شوي ،ژوبل شوي اودشهیدانووارثان دقاتلانواوظالمانوپرضدخوله نشي چوله ولای ،کنه غوښتنه به یې په ستوني کي وچیږي اود مرګ  سره به  مخ کیږي  .

 ډیموکراسي ده ،چي واردونکي عسکریې  ولسي خلګ  دورسره شوي ظلم په غبرګون کي دلاریون  پرمهال  په ښکنځلو،وهلواووژلوبدرګه کوي  ،بیایې دمخالفینوپه نوم نوموي اودوژلوجوازیې ترلاسه کوي .

ډیموکراسي ده ،چي  دین پرېښودل ،په مقدساتواوارزښتونوملنډي وهل  اوسلفوپسي بدردویل  دعقیدې اوبیان ازادي ګڼل کیږي .

ډیموکراسي ده ،چي  دپیسوترلاسه کول  په هره بڼه اوهره لاره چي وي  ،ولوکه دنورودجنسي خواهشاتوپه پوره کولوسره هم وي  دازادبازارښه بزنس بلل کیږي .

ډیموکراسي ده ،چي  په ژبه اوقلم ،نظم اونثرکي جنسي  تمایلاتوته هواورکول اواخلاقي فسادته هڅول  ازادخیالي  اوترقي بلل کیږی .

لنډه داچي ډیموکراسي ده ،چي  اسماني قوانینو ته پکي ځای نشته ،روااوناروا،حق اوباطل  په یوه تله پکي تلل کیږي  اوترجیح ورکول یې یوازي اویوازي دافرادوترشخصي اونفسي خواهشاتو،تمایلاتواواحساساتو پوري حصرده  .

سید سعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x