چنار چنار بشر

 ارشاد الله عقابي

د یادونو مازدیګر ته،ای جانانه! ورو ورو ژاړم
د خپل خوږ زړګي پرھر ته، ای جانانه ورو ورو ژاړم

ټول یاران سرہ خندېږي، زہتنها یو خوا ته ناست یم
چی په غرو ډوبېږی لمر ته، ای جانانه ورو ورو ژاړم

شپه سبا کړم په سلګیو، خو څوک پوی راباندې نه شي
بیا د مېنې ھر سحر ته، ای جانانه ورو ورو ژاړم

اوس می ټول عمر د غـــم،او د فراق روژہ په خوله دہ
زہ د کلی هر اختر ته، ای جانانه ورو ورو ژاړم

ستا همزولو ته چې ګورم، ستا ځواني مې راپه زړه شي
ھر چنار چنار بشر ته، ای جانانه ورو ورو ژاړم

عقابي جانان راغلی، په مزار دې تلاوت کړم
نن دی بیا د قبر سر ته، ای جانانه ورو ورو ژاړم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د