شعـــــرونه

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

وړې وړې خبرې به بابا راته کولې
کیسې د بلاګانو به مې نِیا راته کولې

وړوکی وم، ماشوم وم، په هرچا مې ناز کولو
چا بدې ، چا به ښې ښایسته وینا راته کولې

یو چا به تخنولمه ، یو چا به خندولـم
یوچا به مې پېښې بیا د ژړا راته کولې

بچیه! خدای دې لوی کړه، له لویۍ دې الله ساته
مـورجانې به مې تل داسې دعا راته کولې.!!!

چینې ته به چې لاړم نو اوبه مې خړولې
د کلي شوخو نجونو به کنځا راته کولې

شلېدلې سیپاره د الف ‹ ب › به راسره وه
څه ښکلې مسئلې به مو ملا راته کولې

ویل به یې یا مړ شې، یا زما شې “خدرخېله”
ېوې ښکلې همېش داسې ښېرا راته کولې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x