ټکنالوژي

د هلمند پوهنتون يوه ښوونکي نوې اختراع کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب۴مه ۱۳۹۴ل): پوهنيار محمد موسی علمي چې اوس په ترکيې هېواد کې د کتورا په زده کړو بوخت دی د کانګرېټو د ټېسټ يوه نوې اله يې اختراع کړې.

بصیر الحق عادل له هلمنده په خپل راپور کې وايي چې دا اله د کانګرس هغې ټولنې منلې چې هر کال د نړۍ له بېلابېلو برخو تر زرو ډېرو پروفيسرانو نوي اختراعات او څېړنې ګوري او تر ازموينې وروسته يې د اختراع په نوم قبلوي.

د هلمند پوهنتون استاد ياده اختراع په امريکا کې د پرمختللو کانګريټو نړيوال کانګرس چې مرکز يې واشنګټن ډي سي کې دی هم قبول شوې ده.

د یاد پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي مشر پوهنيار نور احمد اېمل وايي، دا اختراع يوه نوې ټېسټ آله ده چې د دغه پوهنتون استاد محمد موسی علمي لخوا اختراع شوې ده.

اېمل په وینا، دا آله د پرمختللو کانګريټو لپاره ډيزاين شوې چې په نړۍ کې اوس ډېر کارول کېږي.

د هلمند پوهنتون د استاد له دې اختراع سره د افغانستان او د ياد پوهنتون نوم د کانګريټو نړيوال کانګرس کتاب کې د نړيوالو پوهنتونو د څېړونکو ترڅنګ وليکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x