اقتصاد

د افغانستان بانک د مبایل له لارې د پیسو لېږد په اړه کمپاین پیل کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۴مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان بانک د مبایل له لارې د پولي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ.

د افغانستان بانک لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د مبایل له لارې د پولي خدمتونو په وړاندې کولو سره به د معاشونو ورکړه، د بیل او پور اداینه، امانات او داسې نورې کارونه ژر، په خپل وخت او ارازانه توګه وشي.

د افغانستان بانک رییس خلیل صدیق د مبایل له لارې د نویو بانکي خدمتونو وړاندې کول نوې پدیده ده چې په پیل کې یواځې له یوه شخص څخه بل شخص ته د پیسو د ليږد په موخه جوړه وه او اوسمهال نور خدمتونه هم پرې ترسره کېدلای شي.

د صدیق په باور موبایل له لارې د خدمتونو وړاندې کول کولای شي د مالي معاملو په روڼتیا او د فساد په کموالي کې مهم رول ولوبوي.

همدا ډول د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزارت مرستیال ایمل مرجان د مبایل له لارې د پیسو د لېږد کمپاین په اړه ویلي چې د موبایل له لارې د بانکوالۍ د بهیر د لا خوندیتوب په برخه کې به هر اړخیزې هلې ځلې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x