شعـــــرونه

هو، زه تاته ملامت یمه آرمانه!


جمال ثاقب

اوس مې ټوله زنده ګي په اور نیولې

ساه د ژوند د خاتمې لپاره اخلم
چې د ځان له دې سپېره عذابه خلاص شم
یو څو ګامه د هغې لپاره اخلم
* * *

هو، زه تاته ملامت یمه آرمانه!
اوس د روح په یوه داسې رنځ اخته یم
چې له ځانه مې هم کرکه ده، نفرت دی
زنده ګي مې لکه غر په اوږو بار ده
په رګونو کې مې وینه لمبه کېږي
اوس مې زور په زړه کې نه شته چې روان شم
اوس مې سترګو باندې توره تیاره کېږي
* * *

هو، زه تاته ملامت یمه آرمانه!
ماته ستا د قتلېدلو عذاب رسي
اوس مې هر وختې له ځان سره په جنګ یم
ستا د مات وجود ازار به راپسې وي
ما په زور په حادثې پورې تړلې
چې شېبه-شېبه یې درد درته راوړلو
ته مې بیا هم په هغې پورې تړلې
* * *

خو، بښنه درنه غواړمه آرمانه!
په وجود کې مې دردونه په څپو دي
زه د ژوند په حادثه کې پاتې راغلم
زما روح په سرابونو کې راګېر دی
زنده ګي مې هم په ورکه آسره وکړه
او له تا سره وعده کې پاتې راغلم
————
جمال ثاقب
ننګرهار، جلالکوټ
۱۳۹۴/کب/۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x