writing

ختیځوالو! باید څه وکړۍ؟

 ځینې فکر کوي، چې د اوسني حالت نه د وتلو لپاره باید کوښښ وکړو، په هر قیمت چې وي، خپل صنعتي وروسته پاتې والی باید زر تر زره جبران کړو، تر څو د نړۍ د لویو صنعتي هیوادونو په قطار کې ودریږو، په دې سره به مو ټولې ستونزې حل شي او زموږ لویدیځ ته مایل توب به مو هم پای ته ورسیږي.

    په داسې حال چې موږ د خپل صعنتي وروسته پاتې والي په جبران باندې مشغول یو؛ خو لویدیځوال هم همداسې لاس تر زنې نه دي ناست، هغوی هم په سرعت سره مخ پر وړاندې روان دي.

    لږ ستونزمنه ښکاري، چې هغوی دې په یوه نقطه کې ودریږي او موږ ځآن ورورسوو. که موږ خپل د صنعتي پرمختګ لار د موټر پواسطه ووهو؛ نو غرب به دغه لار د جټ الوتکو پواسطه ووهي. موږ ګورو، چې زموږ په کارخانو کې د کارګرانو مزد نسبت د غرب کارګرانو ته ډېر کم دی، قیمتونه یې هم همداشان سره توپیر لري او د لویدیځ د مصنوعاتو مقابله نشي کولای.

    موږ خوشاله یو، چې ځیني کوچني، کوچني صنایع لکه یخچال، کولر او …. جوړوو، باید توجه مو وي، چې لویدیځ هم هسې ندی ناست، دوی په کوچنیو صنایعو باندې وخت نه تیروي، بلکه هغوی د (کارخانو په نقلولو) باندې لګیا دي.

    پس څه باید وکړو؟ ایا لاس تر زنې کینو؟ یا خپلې دروازې د لویدیځ د مصنوعاتو پر مخ وتړو؟.

    داسې تصور هم باید ونشي، د اصلاح لپاره باید یو څه وکړو، لاندې څو شیان باید ژور مطالعه کړو.

    ۱- د اوسني حالت اصلاح او د حقارت هغه حس چې په ختیځوالو کې موجود دی، باید له منځه ولاړ شي، د خپلواکۍ روح او فکري استقلال باید په ختیځوالو کې رامنځته شي او د غربیتوب(غرب زده ګی) روح باید له منځه یووړل شي.

    ۲- د ختیځ د ملي شتمنیو او د فکري ذخیرو راژوندي کول او داسې درست فکر رامنځته کول، چې په دغه موجوده ذخائرو باندې قناعت وکړو.

    ۳- ځوان نسل باید د خپلو تیرو ویاړونو څخه خبر شي، پخواني سنتونه باید راژوندي کړل شي، ځوانان د باید د ختیځ د پخوانیو لویو خلکو سره اشنا شي، د ژوندیو اسنادو سره دې د خپل پخواني تمدن لوړوالی ورته تشریح کړل شي.

    مأخذ: اسرار عقب مانده ګي شرق، ناصر مکارم.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د