شعـــــرونه

غاټولان: قاري سعيد

 قاري سعيد

 

چې په سرو وینو یي له مځکې غاټولان راشنه شول
په هغه ځوان په هدیره کې غاټولان راشنه شول
 

د ماتم فصله! له ژړا مو سترګې سرې واوښتې؟
که مو داوښکو پیمانه کې غاټولان راشنه شول

زمونږه دښتې سږ د سپینو واورو شال نلري
ځکه بې وخته په څیله کې غاټولان را شنه شولچا له غلیم نه په تندي باندې ټپونه راوړل
د چا د زړه په سر سینه کې غاټولان راشنه شول

باداره بیا مو شینکۍ کلی شو له خلکو خالي
جومات ته څیرمه په کوڅه کې غاټولان راشنه شول

سعیده اوس دې نو تبریک شه دا رنګین پسرلی
چې دې د شعر کرونده کې غاټولان راشنه شول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x