ادبي لیکني

دونیم سوه

ژباړن: اتل مشواڼی

سرچينه: وقت نیوز

ستړی پلار چې کور ته ورسېد، وړکی زوی یې په انظار د دروازې مخته ورته ولاړ و.پلار چې کېناست، زوی یې ورته وويل، پلاره یوه پوښتنه درڅخه کولای شم؟ .. پلار: هو زویه ولې نه، وپوښته!

پلاره! ته په يوه ساعت کې څومره ګټې!؟ پلار یې لږ سوچ وکړ، ۵۰۰ پنځه سوه!

زوی یې او هو کړل او له نهلۍ یې سر کوز ونیو، ناڅاپه یې ذهن ته خيال راغی، سر یې اوچت کړ، پلار ته یې وويل: پلاره ته به ماته دوه سوه پنځوس ۲۵۰ روپۍ پور راکړې!؟

د پلار ماغزه ورته خراپ شول: ته له ما څخه ځکه دا پوښتنې کوې، چې لوبو موبو یا بل کار لپاره راڅخه روپۍ وغواړې! ښه به درته دا وي، چې کوټې ته لاړ شې او ویده شې!

زوی یې په ارامه خپلې خونې ته ولاړ او ور یې ځان پسې پورې کړ.ساعت وروسته،چې د پلار غوسه یې څه کمه شوه، نو سوچ ور وولېد، چې زوی خو مې مخکې را څخه دومره پيسې نه دي غوښتي! دا به څه کیسه وي، همدا فکر یې کاوو او د زوی خونې ته ور روان شو. ور یې خلاص کړ، وې پوښتل: ویده خو به نه یې زویه!؟

زوی یې کېناست،ورته وې ویل نه پلاره ویښ یم!

پلار: ماته ښکاري، چې ما تا سره ډېر سخت چلند وکړ،رښتیا چې نن ما ډېره سخته او ستړې ورځ تېره کړې! ځکه پر تا غوسه شوم، هن واخله دا دونیم سوه ۲۵۰ روپۍ!

زوی یې له خوښۍ مسک و: ډېره مننه پلاره! په یوه لاس کې یې روپۍ واخیستې، بل لاس یې بالښت ته ورتېر کړ. کله یې چې له بالښته لاس را کاږه،نو لاس یې له تاو راتاو روپیو ډک و.دواړه روپۍ یې سره یو ځای کړې او پر خوښۍ یې پیل وکړ،پلار ته یې وکتل!

پلار یې په غوسې ورته وویل، چې تا سره مخکې دومره روپۍ شته؛نو د نورو پیسو د غوښتنې اړتیا درته ولې پیدا کیږي!؟

زوی ورته وویل: رښتیا دا ده، چې زما روپۍ کمې وې اوس زما روپۍ پوره پنځه سوه ۵۰۰ شوې!
روپۍ یې پلار ته ونیولې: پلاره! زه له تا څخه ستا یو ساعت وخت اخلم! خیر سبا یو ساعت مخکې کور ته راشه ! چې زه له تا سره ډوډۍ وخورم!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x