افغانستان

ضعیف: سوله د معامله ګرو لاس ته لوېدلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۴مه، ۱۳۹۴ل): په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبد السلام ضعیف نن ټکي آسیا ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې سوله د معامله ګرو لاس ته لوېدلې.

نوموړي د سولې په اړه روانې څلور اړخیزې غونډې بې ګټې بللي او زیاته کړې يې ده چې په دې غونډو کې ټول معامله ګر راټول دي، چې په وینا یې، هر اړخ خپله ګټه ګوري، د ولس او هیواد په غم کې څوک نه دي.

ښاغلي ضعیف دغه څلور اړخیزه جریان د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې هغه څلور اړخیزه جریان ته ورته وباله چې د افغانستان د هغه وخت حکومت، اشغالګر شوروي اتحاد، پاکستان او امریکا سره کښېناستل، چې د نوموړي په باور، د دې پر ځای چې سوله راولي د جګړو دوام ته یې لاره پرانيسته. نوموړي زیاتوي چې پاکستان هغه وخت د سولې او جوړجاړي په نامه د مجاهدینو په سر باندې معامله وکړه.

ښاغلي ضعیف وویل چې طالبان به کله هم دې ته حاضر نه شي چي د دوی په سر هم هغسې معامله وشي لکه د دوی تر مخه چې د پخوانیو مجاهدینو په سر شوې وه.

ښاغلی ضعیف وايي که چیرې پر پاکستان فشار هم راوړل شي او هغوی د فشار په نتیجه کې کوم اړخ سولي ته کښينوي، دا به کله هم د سولي لپاره لاره هواره نه کړي.

نوموړی زیاتوي چې د معامله ګرو لاس ته لوېدلې سوله هیڅ کله مثمره نه شي کیدای.

د ښاغلي ضعیف په باور، تر څو چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبره نهايي شوې نه وی فکر نه کوي چې په داخلي کچه دي د سولي اړوند کوم پرمختګ وشي.

نوموړی وايي چې د کابل اوسنۍ اداره امریکا رامنځته کړې او د امریکا په تګ سره یا له افغانستان څخه د لیري کیدو په صورت کې به دغه اداره حتما شړیږي. د هغه په وینا، ځکه چې دوی نه ملي ملاتړ لري، نه اقتصاد لري، او نه داسي ایجنډا لري چې خلک باندي را ټول شي.

ښاغلي ضعیف زیاته کړه چې اوسنۍ اداره د افغانانو سره حتی کلتوري او شرعي مشترکات نه لري او یوازې تکیه یې په امریکا ده او امریکا هر وخت کولای شي چې له منځه یې یوسي او یا یی د یو څه وخت لپاره دوامداره وساتي.

له ملا عبد السلام ضعیف سره دغه مرکه به ډېر ژر له نن ټکی اسیا څخه خپره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x