افغانستان

چین د سولي اړوند څلور اړخیز جریان څخه مایوس دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۴مه، ۱۳۹۴ ل): نن په کابل کې د څلورم ځل لپاره څلور اړخیزه ناسته جوړه شوه، په دغه غونډه کې افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ګډون لري، تر څو د طالبانو سره د سولي د خبرو او مخامخ مذاکراتو لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.

ویل کیږي چې چین د دې غونډو له جریان سره سره په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازو سره مسلسلي ناستي لرلي او د دې غونډو په اړه یې د طالبانو نظر اخیستی. د ځینو باخبرو سرچینو په حواله ویل کیږي چې چین نور د دې غونډو په بې فایدې توب قناعت ته رسیدلی دی.

کابل میشتي لیکوال، د سولي فعال او د سولي اړوند چارو شننونکي «نظر محمد مطمئن» پر خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي چې داسي راپورونه یې ترلاسه کړي چې چین نور پر دغه جریان خپل باور له لاسه ورکړی.

نوموړي شک څرګند کړی وو چې په څلورمه غونډه کې به د چین له اړخه په هغه کچه ګډون نه کیږي، په کومه کچه یې چي د دې تر مخه کړی وو.

باید وویل شي چې د افغانستان د سولي په اړه د چین هیواد ښکېلتیا ته په دې هم اهمیت ورکول کیږي چې چین یوازینی هیواد دی چې د جګړې ټولو اړخونو ورباندي اجماع ده او تر یوه حده پرې ډاډه دي.

امریکا چې د جګړې یو اړخ دی، د کتونکو په باور د دغو غونډو په پلمه غواړي چې ځان د افغانستان په قضیه کې دریمګړی وښيي، او د افغانستان ټوله مسله تر افغان حکومت او طالبانو محدوده کړي.

ښاغلي مطمئن لیکلي چې تر اوسه د طالبانو سره مقدماتي خبري هم نه دي شوي، خو د سولي د خبرو لپاره د ځای او وخت تعین کیږي.

نوموړي چې تل د سولې اړوند په رسنیزو بحثونو کې راڅرګندیږي، ټینګار کوي چې د حکومت له لوري په ځانګړې توګه د سولي لپاره هیڅ اراده او لیوالتیا نه شته. نوموړي ګډ حکومت ته په وینا کې ویلي چې نور دې د ریښتوني سولي لپاره هلي ځلي پیل کړي، نور دي ولس نه کړوي او نه دې د سولي په نامه چل او فریب ته ادامه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x