نړۍ

دپاکستان ستر دیني عالم حافظ فضل محمدبړیچ په حق ورسید

P-Bدپاکستان دبلوچستان ایالت له کوټې ښار نه په تازه ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي مشهورعالم شیخ الحدیث والتفسیر حضرت مولانا حافظ فضل محمد بړیچ د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شوی. نوموړي ته نژدې کسانو ویلي شیخ صاحب چې دلوړ فشار تکلیف یې له ډیره وخت درلود ،تیره ورځ یې دفشار دلوړیدو له امله دسر یو رګ پرې شو،او دکوما په حالت کې شو، نوموړی لومړی دکوټې ښار په ډاکترهسپتال کې داخل شو او له هغه ځايه کراچي ته انتقال شو، دشپې ناوخته په کراچۍ کې په حق ورسید.

دنوموړي دنژدي قریبانو له لوري ویل شوي چې دنوموړي دجنازې مراسم دکوټې ښار په صادق شهید لوبغالې (ګراونډ) کې دماسپشین پر ۴ بجې ترسره کیږي

حافظ فضل محمد بړیچ دپاکستان دبلوچستان ایالت څخه دکویټه چاغي په لویه چوکۍ باندي دانتخاباتو لپاره چې تیره ورځ ترسره شول ،ځان کاندید کړی وو،چې یقیني نتایج یې لا نه دي اعلان شوي.

حافظ فضل محمد بړیچ دپاکستان دجمعیت علماء اسلام دستر ګوند له لوړ پوړو غړو څخه شمیر کیده، نوموړی په ۲۰۰۸ میلادي کال  دځینو اختلافاتو په وجه  چې دګوند دیوه بل لوړ پوړي غړی مولانا محمد خان شیراني پرسر رامنځ ته شول ،د جمعیت علماء اسلام له مشر مولانا فضل الرحمن نه جلا شو او دجمعیت علماء اسلام نظریاتي په نوم یې مستقل ګوند اعلان  کړ.

ویل کیږي دحافظ فضل محمد بړیچ او محمد خان شیراني ترمنځ عمده اختلاف په افغانستان کې داشغالګرو پرضد دطالبانو دمقاومت او جهاد پرسر وو،حافظ صاحب دطالبانو دپخواني او  اوسني بهیر کلک حامي وو ،او په افغانستان کې داشغالګرو اوخارجي قوتونودشتون سخت مخالف وو،نوموړي چې په زرګونو افغاني طالبان یې شاګردان  درلودل،تل یې   داشغال پرضد جهاد ته ترغیبول.

نوموړی دبلوچستان ایالت له وتلو او نامتو عالمانو او شیخ الحدیثانو نه شمیر کیده چې په زرګونو پاکستاني او افغاني شاګردان یې درلودل ،پرنوموړي هرکال ترسلو زیاتو طالبانو دحدیثو دوره کوله او دفضیلت دستارونه یې پرې تړل. نوموړي دښه علمیت ترڅنګ دډیر لوړ فصاحت او بلاغت درلودونکی وو، دیوه وتلي مبلغ او مقرر په توګه یې په خلګو کې شهرت موندلی وو.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x