شعـــــرونه

غزل: مير احمد ياد

مير احمد ياد

لکه ګلاب، په خپل اغزن ډنډر رامات هم زه
واه ! عجیبه انصاف، بدنام هم زه میرات هم زه

تر منځ مو سوله هم زه، جنګ هم زه، بیلات هم زه؟
او نذر هم زه او د چا د سر خیرات هم زه ؟

ته ملامته هم، سرخ رویه هم ، خوشاله هم
زه ملامت هم نه، خفه له تانه زیات هم زه؟

اوس بې دلیله هم زه، چپ هم زه، برباد هم زه
او لا منم به، منسوخ شوي روایات هم زه ؟

ښه منت بار هم زه، دعوت هم ستا، احسان دې هم؟
بیا به دردیږمه ، په دغه ملاقات هم زه ؟

هو قرباني هم زه، پردی هم زه اوهیر هم زه
او شوم له درده خپله غیږه کې راقات هم زه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x