شعـــــرونه

اختلاف: سيد الهام

سيد الهام

همدا به دي په قبر کي تور مار وي پرې یې ږده
و الله که اختلاف چنداني کار وي پرې یې ږده

یو دغسي منحوس حالات راوړي اختلافونه
شهید به دي بدنام غازي غدار وي پرې یې ږده

دميني ښکلی کور خو به دي وي کنډواله کړی
رویباربه دی په دار جانان سنګسار وي پرې یې ږده

اې دا نده مېړانه چي پردي درنه خوشحال وي
له خپلو دي په جنګ وړی قرار وي پرې یې ږده

د نفس داسي کار دی هیڅ په ځان به خبر نه یې
وژلی به دي ورور او یا هم پلار وي پرې یې ږده

د پاک الله له دره به دي هم نفاق پردی کړي
دښمن به دي خپل کلی خپل دیار وي پرې یې ږده

الهامه ! خپل منځی اختلافات لو بدبختي ده
ناراض به درنه پاک پروردیګار وي پرې یې ږده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x