
نعتيه غزل: بشير وصال
بشير وصال
په هرلفظ دغزلوکي دي حسن
دشبنم څاڅکو سپیڅلو کي دی حسن
په ګلابوپه غاټولو کي یې نغښتی
دسړک څنګ ته سنځلو کي دي حسن
که هروخت نه یې هروخت به راسره یې
دازما د زړه منګلو کي دی حسن
دصحرا به سپیره غیږکي معلومیږي
په ډبرو اوخزلو کي دي حسن
دژوندون ماته هنداره کي ښکاره یې
دژوندون په تیره ولوکي دي حسن
دمجنون څېری ګریوان درځخه جوړدی
دوصال په شعر لیکلو کي دي حسن