نظــر

یو بل برنس یو بل شاه شجاع

پرون یو بل برنس کابل راغلی ، دا هغه پخواني پرنګی  ( الکساندر برنس ) نه دی ، چې  په انګریزانو دافغانستان دلومړني خرڅلاو اصلي دلال بلل کیږي ، هغه برنس چې  لومړی  دیوجاسوس په حیث له هنده تربخارا په مختلفو سیمو وګرځید ، خو وروسته   په ۱۸۳۹ م کال کې دبریتانیایي یرغلګر پوځ سره یوځای دشاشجاع په ملتیا کابل ته راغی ، او دلته  یې ظاهرا دسفیر  خو  عملا دواکمن په حیث په دنده  پيل وکړ  .

 

د مؤرخانو په باور برنس په افغانستان  د انګریزي لښکر دبرید اوپه دې هیواد کې د برتانوي ښکیلاک  اوږدمهالې بوختیا اصلي طراح  او عامل بلل کیږي ، چې په همدې لار کې یې نه یوازې ځان بلکې خپل اهل و عیال هم له لاس ورکړل ، نوموړي د ۱۹ مې پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې دشاشجاع په مشرۍ له افغاني غدارانو سره  دافغانستان په خپلواکۍ  معامله ترسره کړه او په دې سوداګري کې یې دانګریزي ښکیلاک په استازیتوب برخه درلوده ،دپرنګي برنس کیسه  هغه وخت ختمه شوه کله چې په ۱۸۴۱ م کال د نومبر په دوهمه نوموړی  دکابل په خرابات کې  دعبدالله خان اڅکزي او امین الله لوګري لخوا ووژل شو .

الکساندر برنس چې انګریزان یې ( دختیځ په اسمان کې دلویدیځ ستوری ) بولي ، دعربي لارنس غوندې دبریتانیا په استعماري تاریخ کې ځانګړی مقام لري ، او دنوموړي دجاسوسي ، استعماري او استثماري خدماتو له امله ورته پرنګیان په خورا احترام قائل دي ، دغه پرنګی جاسوس چې په ډیرو اولسونو کې یې شیطاني چالونه بریالي شوي وو ، په افغانستان کې له خورا عبرتناک شکست سره مخ شو ، چې نه یوازې  په خپله په کې له منځه لاړ بلکې دزرګونو انګریزي سرتیرو ترڅنګ یې افغاني  لاسپوڅي لکه شاشجاع او نور هم په عبرتناک ډول ترتېغ تېر شول .

دالکساندر برنس او شاشجاع  ترعبرتناک مرګ وروسته داسې اټکل نه کیده ، چې بیا به په دې غدار وژونکي ښار ( کابل )  کې کوم بهرنی او کورنی ددې هیواد دخرڅلاو په معامله سره جرګه شي ، مګر داسې ښکاري لکه لویدیځ یرغلګر او لاسپوڅي یې چې په سترګو کې دشرم او حیاء په نامه څه نلري ، ځکه دادی یوځل بیا وینو چې دکابل دانګریز وژونکو سیمو ( بالاحصار ، چنداول خرابات او بې بي مهرو ) ترمنځ په ( ارګ ) کې یو بل برنس او یوبل شاشجاع دافغانستان دخرڅلاو په معامله  سره ناست دي ، او یوځل بیا د وزیراکبر خان ، امین الله لوګري ، میرمسجدي کوهستاني ، عبدالله خان اڅکزي  او محمدشاه بابکرخېل په خاوره  دمعاملې او قمار خوبونه ویني .

نوی برنس  یوازې دمختاړي  په بدلون ( ویلیم برنس ) دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت مرستیال  دی چې دامریکایي یرغلګرو ددایمي حضور دطراحۍ لپاره کابل ته راغلی ، او نوی شاشجاع  حامدکرزی دی ، چې نوي برنس ته یې دکابل په ارګ کې غوړه میلمستیا تیاره کړې ، د برنس جاروهونکي ( نړیواله میډیا ) او دشاه شجاع تنخوا خواره ( کورني مطبوعات  ، فیسبوکیان او نور بې شرف خېل ) ددې لپاره چې دنوي برنس او نوي شاشجاع  ترمنځ  له بدمرغه معاملې څخه عامه  توجه په بله کړي ، خورا نویو اونادودو  تبلیغاتو ته یې زور ورکړی ،  دوی ددې معاملې  دپټولو لپاره لا له وړاندې دهیواد په ختیځ ( ګوشته ) کې په هغو پوستو څو ډزې کړي دي ، چې دهمدې شاشجاع کرزي دحکومت په مهال د برنس لخوا  یوه بل برنسي  رنجیت سنګ ته  ورسپارل شوي دي ، خو اوس ددې لپاره  چې د ګوشتې غوندې  ټول افغانستان  په  حیاء او پرده کې برنس ته ورقباله کړي ، دخپلو جار چیانو ( مطبوعاتو ) له لارې   دګوشتې موضوع ګرمه ساتي ، ترڅو تردې بوسو لاندې  دهیواد دخرڅلاو اوبه پټې تیري کړي .

که  برنس او شاشجاع دسرلوړي افغانستان  دخرڅلاو په  معامله ناست دي ، نو دوزیر اکبر  ، عبدالله خان ، محمدشاه خان ، میرمسجدي او امین الله لوګري  لمسیان هم کرار نه دي ناست ، بلکې دشاشجاع او برنس دواړو ترغوږونو یې ورتیره کړې ، چې که له دې شیطاني معاملې لاس وانخلي ، انجام به یې کټ مټ دلومړني  برنس ( الکساندر ) او شجاع الملک  په شان وي .

نوی شاشجاع او پلویان  یې ددې په ځای چې اولس ته خپل کردار اوپیل کړي معامله سپینه کړي ، یوازې دښځو په شان پیغورونو او تهمتونوته  یې  کار ویلی ، دوی د وزیراکبر خان او میرمسجدي خان  په لارویانو او دازادۍ په مبارزینو تور پورې کوي ، چې د آی ایس آی په اشاره کار کوي ، خو پروسږن  معلومات وایي ، چې نوي شاشجاع  / حامدکرزي ترپاچاهي وړاندې  پنځلس کاله  دآی ایس آی تنخوا خوړلې ، چې دکویټې په ازبک بازار کې  به د ده دیوه همنامي ( ډګروال شجاع خانزاده ) لخوا هره میاشت دده سپین ږیري پلار ته سپارل کیدله  ( دعوت  ویب پاڼه )

دبرنس او شاشجاع  دلوبې له امله دافغانستان په پنځه زره کلن وجود باندې یوځل بیا سخته  چنه بازي پيل شوې ده ، یوه خوا  چې  پوره یوولس کاله یې ډالر  هضم کړي ، دلومړني برنس او  شجاع الملک په ارواګانو  یې قسم  خوړلی ، چې دا وطن  به دوړاندې  اداء شوي قیمت ( شپاړس میلیارده ډالرو)  په عوض کې دوهم برنس ته ورسپاري ، ددې لپاره چې د افغان وطن د شپږنیم لکه مربع کیلومتري وجود سودا په سمه توګه ترسره شي ، دوی دوجود دخرڅلاو لپاره دخپل پلورلي  غوږ ( ګوشتې )  دګټلو غوغا شروع کړې ، ترڅو  دغوږ دبولۍ په شور کې  د تن سودا  په قاچاقي  ډول تیره کړي .

خو بله خوا د لومړني برنس  او شاشجاع دقاتلانو   امین الله  خان لوګري   او وزیراکبر خان لمسیان دي ، چې خدای په قرآن یې قسم خوړلی چې نه به څوک ترې د مور  وطن  ( تن ) خرڅ کړي او نه  هم غوږ  ( ګوشته  )

وروستي معلومات وایي چې ویلیم برنس  لا هم په ارګ کې دی ، او شجاع الملک کرزی خان ورسره  دم په دم لاسلیکونه کوي  ، داسې ښکاري چې دپلورل شوي غوږ  ( ګوشتې ) غوغا د برنس دعالمګیرې میډیا له برکته دیوشمیر خلکو ذهنونه مغشوش کړي دي ، نوځکه یې دپنجشنبې په ورځ  دشاشجاع کرزي په هغو خبرو دپخوا غوندې عکس العمل ونه ښود چې ویل یې  برنس خېلو ته به  ۹ دانې پخې قرارګاوې ورکړم .

وخت کم  او مقابله سخته ده ، معلومه نه ده چې تقدیر څه لیکلي ،خو که تاریخ  ترازو وګڼو ، بری  دنائب امین الله  دملګرو دی ، او لرې نه دي چې دبرنس له ترپکو وروسته  دبالاحصار په شاوخوا کې شاشجاع هم دغازیانو تر تورو لاندې  وروستۍ ناره پورته کړي ، چې ( نـ  نـ نــــکنید ، ســ ســ ســرکار بې ګناه  است )

۲۰۱۳/۵/۱۲ میلادي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x