خبرتیاوی او پیغامونه

لومړی لاتيني-پښتو قاموس پر لیکه شو

احمدولي اڅکزی

د قاموسونه تکی کام انټرنټي پروژې د مورنيو ژبو د نړۍ والې ورځي په وياړ یو لاتيني پښتو قاموس آنلاين کړی دی. دا د پښتو ژبي له پاره لومړی لاتيني قاموس دی چي پکښي ۲۷ زره لاتيني لغتونه په پښتو ژباړل سوي دي.

دغه تازه آنلاین سوی لاتيني پښتو قاموس نه يوازي د قاموسونه ټکی کام پر انټرنټ پاڼه بلکه د دغې پروژې له خوا د اندرويد او اېپل موبايلونو له پاره په ځانګړو اېپس کي هم استعمالېدلای سي. د دغو اېپس لينکونه تاسو د قاموسونه ټکی کام پر پاڼه موندلای سئ.

د يادولو وړ ده چي د لاتيني پښتو دغه قاموس صرف انلاين بڼه لري او په چاپي توګه نه سي ترلاسه کېدلای.

د پښتو ژبي د پرمختګ له پاره قاموسونه ډېر مهم دي. ولي چي د دغو په مرسته ژباړه آسانه کيږي او په دې توګه پښتو د نورو ژبو سره په تماس کي پاته کېدلای او د له منځه تلو له ګواښ څخه خلاصېدلای سي. د قاموسونو په مټ که له يوې خوا له نورو ژبو څخه د علمي او مهمو موادو او متونو په ژباړه کي آساني رامنځ ته کيږي، نو له بلې خوا و نورو ژبو ته د پښتو متونو په ژباړه کي هم کار آسانه کيږي. دا چي لاتيني د ټولو اروپايي ژبو د زدکړې له پاره مهمه ده، نو دغه تازه آنلاين سوی لاتيني پښتو قاموس چي لا تر اوسه امتحاني بڼه لري، هيله ده چي موجوده تشه به تر يوې اندازې ډکه کړي.

هيله ده چي دغه اعلان په فيسبوک کي share کړئ چي لا زيات خلک له دغې پروژې خبر او مستفيد سي.

ستاسو د دعاؤ په هيله

ورور مو

احمدولي اڅکزی
د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی

د لیکوال بلاګ: http://ahmadwali.achakzai.com/

ياداښت: که تاسو نه پوهېږۍ چي د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي څخه څنګه کارواخلی نو کولای سئ چی د يوټيوب د دغه ويډيو په مرسته يې کارونه زده کړئ:
https://www.youtube.com/watch?v=h5YNbAtDjLs

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x