افغانستان

اعتراض کوونکي: ډنډ غوري کې دولت له ولس سره لاس ګرېوان دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۴مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان په مرکز پلخمري کې لا هم د ډنډ غوري د جګړې پر ضد اعتراض کوونکي راټولېږي.

دغه اعتراض کوونکي چې له څو ورځو راهيسې له جګړه ځپلیو سره د مرستې په تمه غونډې کوي پر دولت غږ کوي چې د ولس پر ضد روانه جګړه دې ودروي.

زرګونه اعتراض کوونکو د غونډې په ځای کې بېلابېل شعارونه لګولي، د جګړې پر ضد خبرې کوي او پر دولت پرلپسې غږونه کوي چې ولسي مرګ ـ ژوبلې ته دې د پای ټکی کېږدي.

د بغلان په ډنډ غوري کې له څلورو اوونیو راهیسې د دولت له لوري د طالب ضد عملیاتو تر پلمې لاندې جګړه روانه ده، چې ځايي اوسېدونکي يې د یو خاص قوم پر ضد جګړه بولي.

د دوی په خبره د جګړې له پیله تر اوسه زرګونه توپونه سیمې ته ویشتل شوي، چې درنه مرګ ــ ژوبله او ویجاړی يې اړولی دی.

د محمد طارق نظري په نوم د بغلان مدني فعال وايي چې پر توپونو سربېره له څو ورځو راهیسې چورلکې او الوتکي هم پر سیمه بمونه غورځوي.

امنیتي ځواکونه لا هم دغه جګړه د طالبانو پر ضد بولي، د ملکي تلفاتو له اړولو چورلټ منکر دي او وايي چې په جګړه کې پرمختګونه هم کړي دي.

بل اړخ ته طالبان وايي چې دوی امنیتي ځواکونه یو ګام مخکې اېښودو ته هم نه دي پرېيښي او له لري ځايونو ملکي ودانۍ پر نښه کوي.

ياده دې وي د ډنډغوري د جګړې نږدې میاشت کېږي چې د لومړیو معلوماتو له مخې پکې سلګونو تنو ولسي وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتي او سلګونه کورنۍ په ژمي کې کډوالۍ ته اړ شوي دي.

تر اوسه د نړیوالو بشري حقونو بنسټونو، د ماشومانو د حقونو د ساتنې مدافعينو او نورو بنسټونو کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : څوک چي په قومي عصبيت باندي و مري ، زموږ څخه نه دی. داپه په دې معنی هرهغه کس کس چي د قومي، ژبني ،او منطقوي تعصب د مخکي بيولو لپاره ومري د مسلمانانو له ‌‌‌‌‌‌ډلي نه دی. او نه به په ورځ حشر د مسلمانانو په ليکه کي راحشر کيږي. داچي نن د ګو‌‌‌‌‌‌ډاګي او لاسپوڅي حکومت ترچتر لاندي په ‌‌‌‌‌‌ډن‌‌‌‌‌‌ډ غوري کي مزدورو مليشو د يوه قوم د مينځه وړلو لپاره ټانکونه، الوتکي او نور جنګي وسايل ميدان ته را ايستلي دي، کلي ، باغونه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x