نړۍ

په ترکیه کې دموټربم چاودنو۴۳ تنه وژلي

130512022543 turkey attack 304x171 apترکیه کې له سوریې سره په سرحدي سیمه ریحانلي ښار کې  دوې موټر بم چاودنې ترسره شوې چې له امله یې ۴۳ تنه وژل شوی او یوشمیر نور ټپیان شوي دي. ترکي چارواکو و ویلي ،شک کیږي چې دا چاودنې به دسوریې هیواد په استخباراتو پوري تړلې یوې ادارې ترسره کړې وي.

خبر زیاتوي چاودنې به هغه سیمه کې رامنځ ته شوې چیرته چې ګڼ شمیر سوري مهاجر راغلي او میشت شوي دي.

دترکیې هیواد حکومت ویلي چې ددې ډول پیښو دمخنیوي لپاره به له هرنګه ممکنه لارو چارو نه کار واخلي.

ترکیه دبشارالاسد دمخالفو وسلوالو کلک ملاتړې ده او په ځلونو یې دسوریې دمظلومو سني مسلمانانو په حمایت کې اواز پورته کړي او دبشارالاسد له لوري ترسره کیدونکي جنایتونه یې سخت غندلي.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x