ملا عبد السلام ضعیف، په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

ملا عبد السلام ضعیف سره د نن ټکی اسیا ځانګړې مرکه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۴ل): سږ کال د تېرو هغو پر خلاف د ژمي سړو هم د حکومتي او طالب ځواکونو ترمنځ جګړه ونه شوای درولی. له تودې جګړې سره سره د سولې خبرې هم د رسنیو سرټکې جوړوي. کومې خوا ځو؟ جګړه تودېږي که سوله راتلونکې ده؟ دغه او ځینې نورې خبرې په پاکستان کې له پخواني افغان سفیر، ښاغلي ملا عبدالسلام ضعیف سره شنل شوې دي.

نن ټکی اسیا: کور مو ودان چې وخت مو راکړ، د هېواد روان حالات څنګه ارزوئ، د سولې خوا ته درومي که به جګړه زور واخلي؟

ضعیف: بسم الله الرحمن الرحیم

zaef maraka 1

«د افغانستان اوسنی حکومت یوه تحمیلي اداره ده، امریکا جوړه کړې، نه ملي ملاتړ لري او نه اقتصادي بنیاد لري، له امریکایانو پرته دا اداره د زوال خوا ته روانه ده»

الله دې وکړي چې په هېواد کې سوله راشي، داسې سوله چې د ټولو خلکو عزت، آبرو او حیثیت پکې خوندي وي، خو زما په نظر تر اوسه د سولې په اړه داسې موقف نه ښکاري چې د دواړو لوریو توافق پرې راغلی وي، حتی کومې څلور اړخیزې غونډې چې روانې دي، تر اوسه پورې یو اړخیزې روانې دي او پایلې به يې هم مثمرې نه وي. داسې هڅې چې یو طرفه یا د فشار له امله وشي هغه سوله راوستلی نه شي، بلکې لا ترې لرې کېږي، ځکه د یو طرف او ټولي حیثیت پکې ساتل کېدلی نه شي. دا د معاملې په شکل ده او معامله ګران د خلکو ګټې په نظر کې نه نیسي، خپلې يې په نظر کې نیولې وي. نو کله چې سوله د داسې معامله ګرو لاس ته ولوېده، نو فکر نه کوم چې مثمره دې وي.

نن ټکی اسیا: د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په اړه تل ویل کېږي چې باید درېیمګړی موجود وي، مثلاً پاکستان هم همدا دعوه کوي چې دوی یوازې زمینه برابروي، ستاسې په نظر داسې چې پر کوم طرف فشار هم وارد نه شي او حیثیت ته يې هم ضربه ونه رسېږي، نو دا ډول درېیمګړی څوک کېدلی شي یا د داسې درېیمګړي اړتیا څومره محسوسه ده؟

ضعیف: درېیمګړی هغه وخت بې طرفه او درېیمګړی بلل کېږي چې د دواړو طرفونو په موافقه باندې انتخاب شي او دواړه طرفونه په دې موافقه وکړي چې دا درېیمګړی خپل درېیمګړتوب ساتلی شي او خپلې ګټې پکې نه لټوي او د سولې لپاره کار کوي. نو په دې څلور اړخیزو ناستو کې به داسې هېوادونه هم وي چې سولې ته لیوالتیا لري خو رول پکې د هغوی دی چې غواړي په زور ځان په دې جریان کې داخل کړي او معاملې ته ځان تیار کړي.

زه پخپله هم همدا نظر لرم چې درېیمګړی باید وي. دلته دوه اړخونه دي، یو که څوک جګړه کورنۍ بولي نو کورنۍ نه ده، خو داخلي بعدونه لري، دلته د حکومت یا د کابل ادارې او طالبانو خبره ده، یوازې طالبان هم نه، ځينې نور سیاسي جهتونه هم شته. بله د امریکا او طالبانو خبره ده. نو د طالبانو او امریکایانو خبره چې نهایي حد ته ونه رسېږي، زه فکر نه کوم چې په داخلي چارو کې دې پوره پرمختګ وشي، ځکه د سولې لپاره یو بیلانس او تضمینات اړین دي چې د افغانستان په امورو کې به مداخله نه کېږي، نو دا تضمینات هغه وخت کېدلی شي چې له امریکایانو سره دا خبره حل شي. نو دلته دوو منځګړو ته اړتیا ده، یو دا چې په بین المللي سطحه باندې منځګړتوب وکړي، چې هم فیصلې او هم د فیصلو قوت ورسره وي. بل دا چې د افغانستان په کچه افغاني منځګړتوب دی، په افغانستان کې همداسې اشخاص شته، قحط الرجال نه دی، علماء شته چې داسې محور جوړ کړي چې یا مطلق بې طرفه وي چې ټول اړخونه ورباندې باور وکړي یا داسې چې د ټولو اړخونو نماینده ګي وکړي، دوه رقمه جوړېدلی شي، چې دوی یو میکانیزم د سولې لپاره جوړ کړي بیا ګام پر ګام پر مخ ځي، او بین المللي تضمینات چې دي هغه باید تر دې مخکې وي. دلته په افغانستان کې مداخلې دي، بهرني عسکر حضور لري، بهرني کومکونه روان دي، نو که دا موضوع مخکې حل نه شي او ضمانت يې ونه شي، بیا په هېواد کې سوله پایداره کېدلی نه شي، ځکه هر وخت به یو اړخ پر بل غالب وي. د دې لپاره تضمین داسې کېدلی شي چې د طالبانو او د هغوی د مخالفينو په خوښه یو مثلث یا مربع جوړ شي چې هغوی د دې لپاره زمینه سازي وکړي او د مسائلو تضمین وکړي.

نن ټکی اسیا: حکومت وايي چې طالبان باید وسله پر ځمکه کېږدي او خبرو ته حاضر شي، چې خلک يې تسلیمي تعبیروي او په مقابل کې د طالبانو له موقفه داسې ښکاري چې نظام باید سقوط وکړي، په داسې وخت کې د دوی تر منځ کومې ګډې نقطې دي چې دوی سره پرې راټولیدلی شي او مشترک موقف ته رسېدلی شي؟

ضعیف: تر اوسه پورې داسې یو باور او میکانیزم هم نه شته چې دواړه اړخونه پرې باور وکړي. اوس دواړه طرفونه د دې لپاره کوشش کوي چې څنګه خپل موقف لوړ وښيي او د خپلو جنګیالیو مورال قوي کړي، نو دوی هغه سخت موقف نیسي، نو که د سولې د ممکن کېدو څرکونه پیدا شي بیا زه انګېرم چې تنازلات کېدلی شي.

زما عقیده دا ده چې چې که د سولې لپاره خبرې شروع کېږي هغه باید پر دوه قسمه شروع شي، لومړی دا چې باید قید او شرط پکې نه وي، په خبرو کې پخپله د حل لاره راوځي چې مشکل څه شی او د حل لاره څرنګه ورته پیدا کولی شو. دویم دا چې مخور منځګړي د سولې لپاره لومړی، دویم او درېیم سټيپ [قدم] وټاکي، مثلاً لومړی اوربند کوي، وروسته خبرې کوي او بیا یوه انتقالي حکومت ته لاره جوړوي، یا جرګه راغواړي یا په اساسي قانون کې بدلون راځي، دا هغه څه دي چې منځګړي يې باید وکړي. نو دلته دوه لارې شوي، یوه دا چې شریکې نقطې پیدا شي، دویم منځګړي دا میکانیزم او نقشه وټاکي.

نن ټکی اسیا: امریکا د جګړې بل اړخ دی، هم د افغان حکومت د سقوط اندېښنه ښکاره کوي، هم څلور اړخیزو ناستو کې د سولې د هڅو دعوې کوي او هم هلمند ته د مخامخ جګړې لپاره خپل عسکر لېږي، په اوس وخت کې د امریکا موقف تاسې ته څنګه ښکاري؟

ضعیف: حقیقت دا دی چې د افغانستان کومه اوسنۍ اداره یا حکومت چې امریکا را منځته کړی د امریکا پرته بقاء نه لري، د زوال خوا ته روانه ده، نو چې څومره امریکا ترې لرې کېږي دوی د شړېدو خوا ته نږدې کېږي، ځکه چې دوی ملي ملاتړ نه لري، افغاني اقتصادي بنیاد نه لري، او په عین حال کې داسې اجنډا نه لري چې د خلکو د رایو په توافق پر مخ لاړ شي. په کلتوري او شرعي لحاظ د خلکو له نظرونو سره پوره توافق نه لري، ځکه یوه تحميلي اداره ده. په اقتصادي لحاظ باندې نه معاشونه لري او نه د چلولو پیسې لري. نو دا ټول په امریکا تکیه کړي، که امریکا دوی پریږدي د زوال خوا ته ځي، که امریکا وغواړي نړولی یې شي اوکه وغواړي تر یو وخته بقا ورکولی شي. نو ښايي بېرته د امریکایانو جګړې ته راتګ همدا علت ولري چې دوی سره د نظام د سقوط وېره ده، ځکه دوی پر نظام مصرف کړی او دا په نړۍ کې ځانته یوه لاسته راوړنه بولي.

په هر صورت، زما نظر دا دی چې امریکا له دومره غټ مصرف او لوی جنګ سره سیمې ته راغلي یوازې د افغانستان د ثبات لپاره نه ده راغلې، له هغوی سره نور اهداف دي، اقتصادي، نظامي، د سیمې کنټرول او نور اهداف لري، چې په هیڅ قیمت یې د لاسه نه ورکوي. په هغه صورت کې چې دوی کولای شي په افغانانو باندې خپل اهداف وساتي کیدای شي دا په افغانانو باندې وکړي. خو په هغه صورت کې چې دوی پوه شي چې اهداف یې له لاسه ووځي بیرته مستقیمه مداخله کوي. دا په تړون او امنیتي قرارداد پورې هيڅ اړه نه لري دا دوی خپل ضرورت دی، هر وخت چې يې تصمیم ونیو بدلولی يې شي.

نن ټکی اسیا: طالبانو د سولې لپاره د بهرنیانو بشپړ وتل یو شرط بللی، نو ستاسې په وینا چې هغوی ترې ځي نظام سقوط کېږي، یعنې طالبان سولې ته اړتیا نه احساسوي نظام پخپله له منځه ځي، نو که بهرنیان ونه وځي څه به پېښېږي؟

ضعیف: زما نظر دا نه دی چې بهرنیان دې ووځي بیا دې طالبان خبرې وکړي، زما خبرې واضح دي، زه وایم دلته دوه مشکله دي یو له امریکایانو سره دی یو له افغانانو سره دی. له امریکایانو سره مشکل باید طالبان په خبرو باندې حل کړي، که یوې نتېجې ورسېږي او امریکایان هم مطمئن شي طالبان هم؛ بیا دویمې افغاني مرحلې ته دوی ورتللی شي، نو په دې صورت کې به امریکایانو ته هم یوه لاره یا د وړو پوزه جوړه شوې وي چې ووځي. او که وتلي هم نه وي هغه مداخله به نه کوي، کېدای شي د تجارت او کمپنیو په شکل په افغانستان کې وي، خو دا چې یو مخ بهرنیان ووځی او بیا دې سوله وشي دا به بهرنیانو ته هم تر ډیره د منلو نه وي او د کابل اداره يې په هیڅ صورت نه مني، ځکه دوی پوهېږي چې بې امریکایانو يې حکومت ښايي یوه میاشت هم پاتې نه شي، حکومت اقتصادي برنامه په لاس کې نه لري، امریکا په پنځلس کاله کې داسې څه نه دي کړي چې د هغې له لارې دې افغان حکومت ته څه شی راشي، او مصرف یې بیا ډېر زیات شوی. په عین حال کې خلک عقیدتاً ولاړ نه دي، دلته جنګ هم داسې نه دی چې په عقیده باندې روان دی، د منافعو، معاش او یوې ګولې ډوډۍ لپاره روان دی، غریب خلک دي بل کار نه شي کولی نو که اقتصادي زېرمې کمزوري شي د نظام سقوط ورسره حتمي دي، چې د کابل اداره يې په هیڅ صورت نه غواړي. نو داسې لاره چې ډېره اوږده وي پخپله دا مانا لري چې سوله باید ونه شي. نو زه خپلې خبرې ته راځم چې اوس د سولې څرک، لاره، باور او امید نه شته نو دواړه لوري موقفونه سخت نیسي، خو که سولې ته یې تمې پیدا شي بیا تنازلات کیدلی شي.

نن ټکی اسیا: د بغلان په ډنډ غوري کې د خلکو په منځګړیتوب د طالبانو او حکومت تر منځ یوه معاهده وشوه، خو د حکومت له اړخه په ژمي کې د درنو ملکي تلفاتو په اړولو سره دا معاهده ماته شوه، دا معاهده د نورو سیمو لپاره بېلګه کېدلی شوای، خو حکومت ورته ژمن پاتې نه شو، تاسې ورته په کومه سترګه ګورئ؟

zaef maraka 2

«زه د دې طرفدار یم چې که خبرې کېږي، باید مخامخ وي، د افرادو یا حکومتونو په واسطه باید ونه وشي»

ضعیف: وړاندې تر دې د هلمند په موسی کلا کې د قومي مخورو په منځګړیتوب له انګریزانو سره یو اوربند او معاهده وشوه، خو بېرته ماته شوه، دا د ډنډ غوري دویمه معاهد ده چې ماتېږي. اصلاً چې په ټول هېواد کې جنګ وي په یوه ولایت یا ولسوالۍ کې دا معاهدې نه شي پاتې کېدلی، معاهده یا اوربند هغه وخت کېدلی شي چې دا یو بل ګام لپاره لومړی ګام شي، چې دویم ګام باید لومړی هغه تضمین کړي، خو دا چې یوازې یو ګام واخیستل شي او نور ټول هېواد په جګړه کې وي دا معاهدې بې اعتباره دي او ماتېدلی شي. کېدای شي د معاهدې په وخت کې طالبان په دې سیمو کې قوي او هوا ښه وه او طالبانو دا امکانات درلودل چې مقابله وکړي، نو حکومت د ځان لپاره د اوړو پوزې جوړولو په خاطر يې د معاهدې رنګ ورکړ او په طالبانو بیا داسې وخت حمله وکړي چې ضعیفه وي، نو داسې شیان د توطیې په مانا دي او پاتې کېدلی نه شي. نو دغسې معاهدې په افغانستان کې که نورې هم کیږي بې باوره دي، ترڅو چې داسې میکانیزم جوړ نه شي چې یو ګام د بل ګام لپاره اوږه شي او سړی پرمخ باندې ولاړ شي. مثلا لومړی اوربند کیږي، بیا ورپسې خبرې کیږي، په هغه صورت کې بیا پایداره کیدلی شي. یا مثلا اوربند په یوه منطقه کې وي بیا بلې ته وغځیږي او افغان شموله شي. نو په یوه ولسوالۍ کې نه شي پاتې کېدلی، ښه مثال یې هم دا دی.

نن ټکی اسیا: تاسې د طالبانو د تحریک له بنسټګرو نه یاست، ستاسې د پېژندنې په اساس ایا طالبان به پر دې قناعت وکړي چې که خبره تر یو موقت حکومته رسېږي او دوی ته په کې څو چوکۍ ورکړل شي؟

ضعیف: د سولې لپاره لومړی دا مهمه ده چې د خلکو عزت، ابرو او د جګړې اهداف په نظر کې ونیول شي، دا مهمه نه ده چې طالبان په حکومت کې داخل شي یا نه؛ دا د طالبانو خپل تصمیم دی چې حکومت ته داخلیږي که نه، او څنګه اداره جوړیدلی شي. زما نظر دا دی چې که موقته اداره د دواړو په توافق جوړېږي باید بې طرفه جوړه شي، او د هغو وظیفه هم همدا وي چې دوی په دوهم انتخاب کې نه بیا ځان کاندیدولی شي، نه ټاکنو کې ګډون کولی شي او نه د خپل واک وخت اوږدولی شي. نو په داسې شکل باندې دوی کولی شي چې د هغو اهدافو لپاره زمینه سازي وکړي چې د دوو یا څو طرفو د پېچلو مسایلو لپاره لاره پیدا کړي. دا یو صورت دی. دویم صورت دا چې که په دې باندې اتفاق راځي چې داسې اداره جوړېږي چې د ټولو خلکو نماینده ګي وکړي په هغه صورت کې بیا باید طالبان هم پکې وي ځکه دا د انګریزانو له وخته دا یوه لویه پروژه روانه ده چې په حکومتونو، ادارو او سیاست کې د علماوو نشتون موږ دې ځای ته راورسولو، انګریزانو دا غوښتل چې عالمه طبقه محکومه او مظلومه وساتي، چې تل د بل لاس ته ګوري ان هغه مترقي طبقه باید ورته میلان هم ونه کړي، نو له داسې حالته د طالبانو او علمي طبقې راوتل بې له حکومته نه کېږي. زما په نظر طالبان، علماء باید د افغانستان راتلونکي سیاست او حکومت کې فعال او برخوال وي، ځکه که محروم او محکوم وساتل شی بیا عکس العمل ښیي، او هر وخت عکس العمل ډیر سخت وي، نو تر عکس العمله باید ونه رسېږي، ځکه په حکومت کې ګډون د هر افغان حق دی.

نن ټکی اسیا: ولسمشر غني د پګواش ناستې ته په پیغام کې ویلي و چې دی حاضر دی چې طالبان خپل سیاسي مخالفين وبولي، دا یو بدل شوی موفق ښکارېږي تاسې د دې بدلون په اړه څه وایاست، څنګه دی دې ته اماده کېږی چې طالبان سیاسي مخالفين وګڼي؟

ضعیف: تر څو چې د جنګ ستراتیژي او میکانیزم سیاسي میکانیزم ته تبدیل نه شي تر هغه وخته سوله هم ممکنه کیدی نه شي. کېدای شي هغوی هم دا فکر کړی وي، ځکه جنګ قبیح بذاته دی، خو دا چې حسن لغیره دی هلته اهداف یې سیاسي دي؛ نو سیاسي اهداف په سیاست باندې مطرح کېدلی شي، نو دوی که طالبان په سیاسی جهت ونه پېژني تر هغو پورې دوی سیاسي معامله نه شي ورسره کولی، او چې سیاسي معامله ونه شي دا جنګ به دوام ولري، نو هر څوک چې د حکومت په سر کې راځي هغه په هغه حالت کې نه وي چې مخکې و، یو سړی تر حکومت وړاندې د ډېر څه دعوه کولی شي، خو کله چې حکومت کې راځي بیا خپل وزن هم ورته معلومېږي د حکومت، د نظامي خلکو او د استخباراتو قوت او وضعیت هم ورته معلومېږي. دی مجبور دی چې د لومړي ځل لپاره د خلکو له فکر سره ځان عیار کړي، تنزل نه دی، زه فکر کوم له ده سره دا فکره شته چې طالبانو سره باید سیاسي خبرې وشي.

نن ټکی اسیا: د پګواش په ناسته کې د طالبانو د رسمي دفتر مشر وویل چې له اسلامي امارت سره باید مخامخ خبرې وشي، دوی څه وايي چې اشرف غني ورسره مخامخ خبرې وکړي که يې مقصد دا دی چې امریکایان ورسره مخامخ وغږېږي؟

ضعیف: زه پګواش ناسته کې نه وم، ډېر معلومات يې هم نه راته کېږي، خو زه د دې طرفدار یم چې که خبرې کېږي، باید مخامخ وي، نه د افرادو او نه هم د حکومتونو په واسطه باندې وشي، موږ د دې ښه مثال په ۱۹۸۸ کې په جینوا کې ولید، چې عین څلور اړخیزه غونډه وه، روسیه پکې وه، امریکا پکې وه، د کمونیستانو اداره او پاکستان هم پکې و، هلته چې کومه معامله وشوه مجاهدین همداسې محروم پاتې شول، چې تر اوسه پورې هم کېدای شي څوک پرې خبر نه وي چې هلته څه وشول، او بالاخره افغانستان په داسې وران حال کې پاتې شو چې لا تر اوسه مشکلات وینو. نو بیا هغه ډول هڅه تکرارول دا د ټولو افغانانو په ګټه نه ده، دا لار منزل ته نه رسېږي، مشکلات به کمزوري کړي خو پاتې به شي، نو که بنیادي مشکلات حل کول غواړي په هغه صورت کې باید دوی مخامخ سره کېني.

نن ټکی اسیا: اشرف غني وايي چې موږ له قوي ادرسه خبرې کوو، اجراییه رییس هم وايي چې موږ باید باعزته سوله ولرو، څه فکر کوئ شونې ده چې افغان حکومت تر دې قوي شي او داسې خبرې وکړي چې دوی ته په ګټه تمامې شي؟

ضعیف: عملا خو داسې معلومېږي چې دوی د کمزورۍ موقف ته روان دي، د اول ځل لپاره امریکایان هم وايي چې کېدای شي افغانستان له یو سیاسي سقوط سره مخ شي. دوی تر دې نه شي قوي کېدلی. یو وخت کې ما له اشرف غني سره ملاقات درلود، د مشورې لپاره يې غوښتی وم، بیا ده هم داسې وویل چې که طالبان په دریوو میاشتو کې مثبت ځواب ورنه کړي دی به له زور څخه کار واخلي، هغه وخت کې هم ما څلور خبرې ورته کړي او دا د دې لپاره وایم چې بیا تکرار شي، ما ورته وویل چې د ملت توقع دا نه وه چې ته د زور لار ونیسې، ته یو سیاسي سړی وې ته به سولې راولې او تا له ملت سره هم دا وعده کړې وه چې په یوه کال کې به سوله راولم، زه درې ـ څلور خبرې درته کوم، اول دا چې په امریکا د سپټمبر پېښه وشوه هغه بیا نه تکرارېږي چې هدف يې افغانستان شي، که وشي هم، له بله ځایه به وي، د افغانستان وار تېر شو، نو داسې یوه پیښه نه کېږي چې امریکایان دې بیا په غوسه کړي او رادې شي پر افغانستان دې حمله وکړي. دویم دا چې له امریکا سره دا ټوله کفري نړۍ ملګرې شوه، ناټو ورسره ملګرې شوه، افغانستان ته راغلل یو نیم لک پوځ يې راوست، په دغسې هجوم باندې بیا دوی پر افغانستان نه راځي. درېیم هاغه بې شماره ډالرې چې افغانستان ته راغلې ځکه پر دې پیسو امریکا خلک رانیول، دغه رقم غټې پیسې بیا افغانستان ته نه راځي. نو دا درې سره شیانو د جنګ ستراتېژي مخ ته یو نه شوای وړله، ناکام شول، نو له دې وروسته د جنګ او زور خبرې کول معقولې نه دي.

zaef maraka 3

«پاکستان چالاکه او په سیاست کې ماهر دی، په اشرف غني یې ښه لوبه ګرمه کړې ده»

اوس هم زه پر دې نظر یم چې سوله رانه شي د افغانستان اداره تر دې قوي کېدلی نه شي، ضعیفه کېږي به، ضعیفه کېږی به اخر به پسې شړېږي او خرابېږي، نفاق او شقاق به پکې راځي، دا اوس هم د ژبې، منطقې او نژاد خبرې پکې شته، دا که لږ لمن ورته ووهل شی دا شړېږي، تر څو چې دا په ملي محور باندې راټول نه شي، نو دوی تر دې قوي موقف نه شي بیدا کولی. خو بیا هم زه بیرته خپلې خبرې ته ځم، د جنګ په حالت کې چې ترڅو د سولې څرک نه وي داسې موقفونه به وي، خو که د سولې څرکونه پیدا شي بیا له دغو موقفونو څخه تنازل کوي، هم یې طالبان کوي او هم یې دوي کوي.

نن ټکی اسیا: د طالبانو په طرف کې څه فکر کوئ، افغان حکومت چې شړیږي، په مقابل کې یې طالبانو ته دا فرصت دی چې اوس د سولي د خبرو لپاره ډېر تنازل وکړي کنه…؟ په آینده کې به دوی نور هم قوي کیږي، لکه حکومت چې وايي مونږ له قوي ادرس نه غږیږو، طالبان به هم وايي چې مونږ به له قوي ادرس څخه غږیږو، دا فکر به ورسره وي، فکر کوئ چې طالبان به آینده کې نور هم قوي کیږي؟

ضعیف: د دې انتظار چې سړی له قوي ادرس څخه وغږیږي، دا زما په فکر د وخت ضایع کول دي، که د یوه اړخ لپاره وي او که د بل اړخ لپاره، که پر دې باندي عقیده وي چې سوله باید یو وخت وشي نو وخت یې همدا دی چې څومره ژر وشي، او د یو مسلمان او مومن او افغان وینه په کې وژغورل شي. سړی باید د دې انتظار ونه کړي چې د ویني په تویېدو سره به زه قوي شم، که هر اړخ دا فکر کوي دا د وخت ضایع کول دي. او یو بیا داسي وي چې وايي سوله نه کوم، بیا خو یې خپل کار دی، چې په جنګ یې ګټم، او په دې باور لري چې جنګ ګټونکی دی، بیا خو يې هغه خپل کار دی، هر څه چي کوي، بیا د سولي غږ باید ونه کړي، که په سولي باور لري، باید داسي خبري ونه کړي، قوي موقف هیڅکله نه شي پیدا کیدلای، که یو قوي شي، هغه بل به ضعیف وي، او که بل ضعیف شي، هغه بل به قوي وي. نو دا به ټول وخت همداسي جریان ولري.

نن ټکی اسیا: تاسو په پاکستان کې د دیپلوماتیک ماموریت تجربه هم لرئ، له پاکستانیانو سره د تعامل تجربه لرئ، د ګډحکومت له راتګ وروسته دوی ټوله سیاسي پانګونه پر پاکستان کړې او لا یې هم سترګې پاکستان ته دي چې د څلور اړخیزې ناستې له لارې به سوله راشي، پاکستان ته د افغان حکومت دا نژدې کېدل او دومره اعتماد پر پاکستان څنګه بولئ، څه فکر کوئ چې په دې کي به افغان حکومت خپل هدف ته ورسیږي که نه؟

ضعیف: نه. پاکستان خپل اهداف لري، هغوی غواړي په هر شکل چې وي، په ډیپلوماټیک لحاظ باندي، په توطیو، دسیسو او معامله باندې مخته ځي، خو خپل اهداف له لاسه نه ورکوي. دا چي د افغانستان اداره دوی ته ځان څومره نیژدې کوي، دا په دې معنی ده چې دغومره کمزورې او محتاجه شول، له یوه اړخه دوی وايي مونږ غواړو له قوي موقفه څخه خبري وکړو، له بله اړخه ځان دومره محتاجوي چې ځان د بل پښو ته اچوي. د یو ورور په مقابل کې، چې هغه د ده ورور دی او افغان دی، د هغه سره معامله تر بل هر چا سل چنده اسانه ده. نو دوی چې څومره ځان پاکستان ته نژدې کوي، هغومره طالبان د سولي څخه لیري کوي، ځکه طالبان اوس پوهیږي دا د ۱۹۸۸ مسئلې نه دي چې پاکستان د دوی پر سر هر څه چې وکړي، هغه به کوي، اوس طالبان د خپل سرنوشت فیصله باید په خپله وکړي، او سوله په څه شکل باندي غواړي، په کومو شرایطو یې غواړي، هغه باید دوی په خپله باندي وکړي، په پاکستان باندي یې نه کوي. پاکستان ته د دوی امتیازات یوازي د دې لپاره دي چې پر طالبانو باندي فشار راوړي، او دا فشار که پر طالبانو راځي دا یو بل حالت ته ځي، کیدای شي طالبان افغانستان ته راشي، کیدای شي نورې دروازې ورته خلاصي شي، دا خو سیاست دی، نورې دروازې طالبانو ته خلاصیدای شي، په داسي صورت کې به پاکستان په کمزوري موقف کې وي، خو پاکستان به په هیڅ قیمت داسي یو کار ونه غواړي. کیدای شي خبرو ته دوام ورکړي او افغانستان په امید کې وساتي، خو په هیڅ قیمت به پاکستان دا ونه غواړي چې د افغانستان طالبان له لاسه ورکړي، یا دومره فشار پرې راوړي چې طالبان په خپله پاکستان ورته پریږدي یا منطقي ورته پریږدي، یا د دوی څخه په انزوا کې ځان واچوي، په داسي حالت کې به نه وي.

ما چې د اشرف غني سره ملاقات درلودی، یوه خبره ده دا وکړه چې زه نه غواړم چې په ما باندي څوک معامله وکړي یا زه نه غواړم چې پر ما باندي څوک ګېم وکړي. ما هغه وخت کې هم ورته وویل، ورته ومي خندل، ما ویل چې زه فکر کوم چې د ګېم په منځ کې یې، اوس ور رسیدلی یې.

پاکستان چالاکه دی، په سیاست کې ماهر دی، دا سړی خو له غرب څخه راغلی دی، په سیاست باندي نه پوهیږي، د افغانستان په کلتوري شیانو نه پوهیږي، د افغانستان په حساسیتونو نه پوهیږي، د پاکستان په حساسیتونو نه پوهیږي، دی غواړي چې کامیابه شي، خو هغه چې څومره دی ښوري، هغومره ښوییږي، زه فکر کوم چې پاکستان ښه ګېم ورباندي ګرم کړی دی.

نن ټکی اسیا: پاکستان ته د ولسمشر غني د دغه نیژدې کېدو بیه به څه شي وي چې دی یې پرې کوي. دی به څه له لاسه ورکوي، په حکومت کې به یې لاسته راوړنه ډیره وي او که به یې زیان ډېر وي؟

ضعیف: زه فکر کوم دلته په سیمه کې رقابتونه شته، یو ښه سیاستمدار باید ځان او افغانستان د هغه رقابتونو قرباني نه کړي، او نه ځان قرباني کړي، پاکستان سهي ده یو ګاونډۍ هیواد دی، د افغانستان په اړه به تشویشونه لری، حق هم لري چې امنیتي او نور تشویشونه ولري، په ډیپلوماټیک لحاظ باندي باید افغانستان د پاکستان سره په داسي موقف کې ولاړ شي چې د هغوی تشویشونه ورته رفع کړي. خو دا چې د افغانستان په امورو کې د هغوی سره معامله کوي دا معامله به دوی هیڅ وخت سرته ونه رسوي، نه طالبان غواړي چې د دوی په سر باندي لکه په جینوا کې چې د مجاهدینو په سر باندي معامله وشوه، داسي یو معامله وشي، نه دا پایداره سوله په افغانستان کې راوړلای شي. د دې په عوض دی به پاکستان ته ډیر امتیازات ورکړي او په ملت کې به منفور شي، ځکه چې د پاکستان په اړه تر مثبت اړخ یې ملي نفرت ډیر دی، دا یې یو. دویم به دی دلته په سیاسي لحاظ باندې په کابل کې د رقابتونو ښکار شي او دی به د یو سیاسي سقوط سره ضرور مخامخ کیږي، ځکه چې هند د پاکستان سره ډېر حساس دی، د ده نیژدې کېدل د پاکستان سره هند راپاروي او هند تیار په کابل کې خلک لري، پر هغو یې سرمایه ګذاري کړې ده، پر هغوی باندي باور لري، هغوی هند په دې باندي ډاډه کړی دی، نو هغوی سره به دوی کومک وکړي، هم به مالي کومک ورسره وکړي، هم به سیاسي کومک ورسره وکړي، هغه اپوزیسیون یا مخالفه ډله چې په سیاسي لحاظ په کابل کې ده، هغه به ډېره قوي شي، کیدای شي د دوی وزیران هم په هغه کې شامل شي، یا هغوی په پیسو باندي رانیول شي، نو کرار کرار به دی ضعیفه کیږي او پخپله به د سقوط سره مخامخ کیږي.

نو پاکستان ته د ده نیژدې کېدل د ده زوال دی، تر حد نیژدې کېدل پاکستان ته د ده خپل زوال دی، اول.. دا چې دی پر طالبانو باندي څومره فشار راوړلای شي، دا دویمه خبره ده، هغه خو بیخي کیدلای نه شي، خو دی به هم سر په کې ورکوي.

نن ټکی اسیا: پاکستان ته د ولسمشر غني له نیژدې کېدو سره یو مخکښ مخالف پخوانی ولسمشر حامدکرزی دی، د ملي یو والي د حکومت سره یې د مخالفت شروع هم په هغه ټکي وشوه چې له پاکستان سره دوی امنیتي تړون لاسلیک کړی دی او په مقابل کې حامد کرزي له هند سره نژدې اړیکي لري، څه فکر کوئ چې حامد کرزی د یو عمده مخالف په توګه څومره کوشش کوي چې دا نظام له سیاسي سقوط سره مخ شي؟

zaef maraka

«که طالبانو رښتیا هم له روسیې، چین او نورو هیوادونو سره اړیکي ټینګې کړي وي، دا د طالبانو هوښیارتیا او د وخت ضرورت ښيي»

ضعیف: کرزی هوښیار دی، هغه به کله مستقیم په دغه مسایلو کې ځان دخیل نه کړي، خو هغه پوهیږي که سیاسي سقوط راځي او د چا خبره میدان چغالي کیږي، نو بل څوک شته؟! نو دی به غیر مستقیم د دې لپاره ضرور کار کوي.

نن ټکی اسیا: له تېر یو نیم کال راهیسې د داعش مسله توده ده، اقلا رسنیو کې په دې اړه ډیري خبري کیږي، داعش په افغانستان کې د چا زېږنده بولئ؟ یا د افغانستان په راتلونکي سیاست کې د داعش موثریت یا تاثیر څومره مهم وینئ؟

ضعیف: په دې باندي زه پوره علم نه لرم چې ووایم چې داعش د چا زېږنده دي، خو اکثره وخت داسي وی چې افغانان په ډیرو شیانو کې خوشبین وي، هغوی داسي فکر کاوه چې په عراق کې به خلافت راځي او دلته به هم نافذیږي، ځیني خلک په دې فکر ورسره ملګري شوي دي، کیدای شي اوس هغه خلک بیرته شاته ځیني راګرځېدلي هم وي، یا اکثره خلک یې اوس بیرته پر ځایو کښېناستلي وي، خو د بهر څخه چې داسي یو شي راځي، تر ډیره پورې د هغه سره ځیني استخباراتي معاملې هم تړلي وي. کله خلک پوهیږي، شعوري، او کله نه پوهیږي، پر یو لاره باندې به روان وي، یو هدف ته به رسیږي، فکر به کوي چې زه روان یم، خو دا ټوله ډایریکشن به له بلي خوا څخه ورکول شوی وي. زه د امریکا، د افغانستان او ورسره د پاکستان د استخباراتو رول نفي نه بولم، یاني داسي نه بولم چې هغه په کې بیخي نه شته، ځکه د امریکایانو او روسانو چې کوم مشکل چې روان دی، دوی امریکایانو غوښتل چې ما وراء النهر، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او داسي یو بې سرحده جنګ دې منطقي ته داخل کړي او هغه یې هم له دغه ځایه څخه شروع شي، د افغانستان څخه بیا ځي، پر نورستان باندی بیا پر بدخشان داسي ورواړوي تاجکستان ته، داسي یو سرحد ورته تعیین شوی وو، او د افغانستان حکومت هم کیدای شي په دغه پلان کې شریک وي، یا اقلا ځیني خبري چې ما اوریدلي دي، هغوی داسي فکر کاوه چې طالبان په افغانستان کې بنیادي خلک دي، هغه قومي او مذهبي ریښې لري، د دغو ریښو د قطع کولو لپاره یا د دوی په مقابل کې یوه مذهبي ډله په کار ده او داعش یو مذهبي ډله ده، کیدای شي طالبان له مینځه یوسي او چې کله طالبان له مینځه یوسي داعش یوه هوايي ډله ده، بنیادي ریښې نه لري، قومي ريښې نه لري، مذهبي ریښې نه لري، بیا د هغوی وهل اسانه دي. نو کیدای شي تر یو ځایه پورې په داسي شیانو توافق هم شوی وي. ځیني معلومات داسي ښيي هم چې داسي توافقات شوي دي او د افغانستان حکومت په دې کې لاس درلودی یا د هر هدف لپاره چې وو، او امریکایانو په کې لاس درلودی. پاکستان بیا د دې لپاره چې پر طالبانو فشار وارد کړي چې د دوی خبره ومني، یو بل بدیل هم کیدلای شي.

دا ټول شیان ماته یو وخت د ځینو شیانو څخه معلومېدل. په هغو مجلسونو کې چې زه کښېناستلی وم، هغه وخت چې په افغانستان کې داعش هم نه وو پیدا شوی، داسي یوه فکره وه چې که طالبان د افغانستان د ادارې سره او امریکایانو سره لاره نه وړي نو د دوی ځای به بل څوک نیسي. هغه وخت کې دغه نوم [داعش] بیخي نه وو، دا ما د داسي خلکو څخه اوریدلي دي چې هغه مسؤوله اشخاص وو، په حکومت کې اشخاص وو، حتی د حکومت سرونه وو، نو په دغه استراتیژي یا میکانیزم باندي له ډیره وخته څخه کیدای شي کار شوی وي.

په هر صورت، زه په دې عقیده یم چې داعش په افغانستان کې یوه پایداره ډله نه ده او پاته کیدلای هم نه شي، ځکه هغوی د ملت سره ټکر وکړ، ملت ورته خوشبین نه دی، خلک ورته خوشبین نه دي، چې کله خلک ورته خوشبین نه وي، ملت ورته خوشبین نه وي، داسي یوه ډله په افغانستان باندي په زور حکومت نه شي کولای، بلکي ټوله نړۍ یې نه شي کولای، نو یو څو اشخاص به څه وکړي.

نن ټکی اسیا: تاسو هم دا خبره وکړه، او باور هم دا دی چې امریکایان په سیمه کې د سیالانو او رقیبانو د کنټرول او جګړې د پراخولو لپاره داعش غوندي یوې ډلي ته ضرورت لري، که چیرته واقعا همداسي وي، نو د طالبانو او روسانو تر منځ د اړیکو خبره هم رسنیو ته راووتله، فکر کوئ چې طالبانو به رښتیا هم د داعش د ځپلو لپاره له روسانو سره اړیکي ټینګي کړي وي، ځکه داعش هم د طالبانو لپاره تهدید ګڼل کیږي او هم روسانو لپاره، ایا فکر کوئ چې طالبانو به له دغه چېنل نه استفاده کړې وي؟

ضعیف: زه په دې عقیده نه یم چې طالبان دې داسي یو موقف ونیسي چې د غیر اسلامي مملکتونو څخه دي کومک راوړي او د مسلمانانو په مقابل کې دي پرې وجنګیږي، دا ماته معقوله نه مالومیږي، تر څو پوري چې زه پوهیږم دا د طالبانو عقیده نه ده چې داسي وکړي. اما د روابطو خبره د روسانو، چینایانواو نورو مملکتونو سره، دا یوه سیاسي هڅه ده، دا باید هر وخت شوې وای، حتی چې زه کله د اسلامي امارت په موقفونو کې هم وم، زه د دې طرفدار وم چې مونږ باید سیاسي پراخ روابط د هر ملک سره ولرو. که طالبانو رښتیا هم د روسانو یا چینایانو یا نورو هیوادونو سره روابط ټینګ کړي وي دا د طالبانو اوسنۍ هوښیارتیا او د وخت ضرورت ښيي، دوی باید نور هم فعاله شي، ځکه دغه ملکونه دي چې مخالف طرف یې بیا د طالب په مقابل کې کاروي او سوء تفاهمات منځ کې راځي، هغوی ته داسي نظریې ورکوي چې طالبان دوی خرابوي، دوی ته به مشکلات پیدا کوي، د دوی په کورنیو چارو کې به مداخله کوي. نو په داسي صورت کې چې طالبان سوء تفاهمات په دیپلوماتیک صورت باندي له مینځه یوسي او د هر چا سره روابط ولري، دا ښه خبره ده او د دوی حق دی چې باید وېې کړي. خو زه په دې عقیده نه یم چې طالبان دي د روسانو سره متحد شي تر څو په افغانستان کې یوه ډله وځپي، دا فکر نه کوم چې علماء دي اجازه ورته ورکړي او یا دوی دې هم دا کار په دې معنی باندي کړی وي.

نن ټکی اسیا: د وروستۍ پوښتنې په توګه، ځینې داسې راپورونه هم شته چې بهرنیان له افغانستانه د وتلو په هڅه کې دي. تاسې په دې اړه څه فکر کوئ؟

ضعیف: زه په دې عقیده یم چې افغانستان کې د امریکایانو لویه سرمایه ګذاري د دې لپاره نه وه چې دوی بیرته پر شا وګرځي، ریورس وکړي، دوی کیدای شي په ځینو شیانو کې چې غیر ممکن وي، په هغه کې ریورس وکړي، ولاړ شي، پوځي حضور کم کړي، نظامي حضور کم کړي، خو په هر قیمت دوی باید هغه سیاسي انټرسټ [دلچسپي]، اقتصادي انټرسټ [دلچسپي] او په سیمه کې نفوذ باید وساتي، او په افغانستان کې داسي حکومت ولري چې هغه د دوی اهداف خوندي کولای شي. نو سل په سلو کې د افغانستان څخه د دوی بیرته شاتګ یا ریورس ماته مشکل مالومیږي.

نن ټکی اسیا: ډیر مننه چې د مرکې لپاره مو وخت راکړ.

ضعیف: له تاسو هم مننه.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شبیراحمد
میلمه

ضعیف صیب پوه شوم چې دفکر او سیاست له اړخه ډیر قوي یاست الله تعالی دې ژوندی ولره هره خبره دې ډیره پرځای او معقوله ده

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

الله ج دمونږ تولو ته بخنه وکړی زه به سو خبروته اشاره وکړم اول داچی توله دنیا اوددنیا کامیابی مونږ باید په کلی طور داسبابو او مادیاتو په لحاظ ونه ګنو اودکفار غلبه په مسلمانانو هیسکله قبول نکړو اوپدیکی تنازل او مصلحت ونه ګورو او هاغسی حکومت ته غاړه کینږدو چی امریکن مستعمل حکومت وی ځکه مونږ مسلمانان یو پراخرت ایمان لرو ددنیا پرواء نکوو خو خپل اخرت خرابوی نشو. الله ج دمسلمانانو او ددنیا دننی حالت څخه غافل اوبیخبره نده او خامخا دکفارو او دجالیانو مقابل کی دکفارو ددفع لپاره دمسلمانانو دنصرت لپاره خپل نصرت رالیږی اوهمیش یی لیږلی… نور لوستل »

khalid
میلمه
khalid

د محترم ملا صاحب عبدالسلام ضعیف نظر په خپل ځای کی د احترام وړ دی اما طالبان باید دا خبره په یاد وساتی چی د اشغالګرو فوځیانو په موجودیت کی له ګوډاګی حکومت سره سوله کول او یا هم په حکومت کی ورسره یوځای کیدل به یی د سیاسی انتحار په معنی وی او د امریکایانو هغه خبره چی د اشغال په اولو وختو کی یی کوله چی طالبان به د تاریخ له پاڼو باسی هغه به خدای مکړه په واقعیت تبدیلیږی طالبان باید د سولی د خبرو لپاره د صلیبی امریکایی د هر ډول اشغال او مداخلی خاتمه او… نور لوستل »

قاری ابو محمد
میلمه

ضعیف صاحب خو دطالبانو سفیر ده په کابل کی خو دسنګر له جهاد سره یی ډیره مینه نشته غواړی محترم چی سیاسی مجاهد وی او هغه هم کابل کی اوس خو طالبانو ډیری ساحی نیولی که له کابله هجرت وکړی دا به دده لفاره خیر وی