اسلام اباد د پاکستان سوپر لیګ اتل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب۵مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان سوپر لیګ په اتلولیو کې اسلام اباد یونایټيډ پایلوبه وګټله او او د لومړي سوپر لیګ لومړی اتل شو.

پاکستان سوپر لیګ د فرورۍ په ۴مه په دوبۍ کې پیل شو. په دغه لیګ کې پنځه لوبډلې (اسلام اباد یونایټیډ، کویټه ګلډیټرز، پېښور ځلمي، لاهور قلندرز او کراچي کینګز) لوبېدلې.

پي ایس ایل کې ډيرې خوښ شوې او قوي لوبډلې پېښور ځلمي او کویټه ګلډیټرز وې خو دواړه د پایلوبې په ګټلو کې بریالۍ نه شوې او دواړو ته اسلام اباد په مهمو سیالیو کې ماتې ورکړه.

پایلوبه کې لومړنی توپوهنه کويټه ګلډيټرز پیل کړه. یادې لوبډلې د محمد شهزاد او کمار سنګاکارا د تېزې توپوهنې پر مټ ۱۷۴ منډې جوړې کړې.

په ۲۰ اوریزو سیالیو کې او په ځانګړي ډول د دوبۍ په لوبغالي کې ۱۷۴ منډې په دوهم بيټنګ کې پوره کول ستونزمنې دي.

اسلام اباد یونایټډ لوبډلې چې مشري یې د پاکستان پخواني کپتان مصباح الحق کوله او په روان ټورنامنټ کې يې تر ټولو کم پلویان درلودل، په نیمه پایلوبه کې پېښور ځلمي او په پایلوبه کې کویټه ګلډيټرز مات کړل.

په پایلوبه کې سمېت ۷۳ او هادین ۶۱ تېزې منډې جوړې کړې. اسلام اباد په یواځې ۱۸.۴ اورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ منډې جوړې کړې او د پاکستان سوپر لیګ اتل شو.

اسلام اباد یونایټډ تر نیمه پایلوبې وړاندې په ټولو اتو سیالیو کې نیمې بایللې وې او نیمې نورې یې ګټلې وې، هېڅ داسې تمه او هیله نه وه چې یاده لوبډله دې آن نیمه پایلوبې ته لاره ومومي.

د شننونکو په باور د یادې لوبډلې کپتان د یوه کامیاب مشر په توګه وتوانېد چې مخالفې لوبډلې د لوبې پر مهال تر تاثیر لاندې راولي، توپوهونکي او توپ اچوونکي په خپل وخت ولوبوي او توپ نیوونکي په ښه ځایونو کې ودروي او اتلولي خپله کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د