
د ګلیکسي ایس ۷ نوې عالي ځانګړنې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب۵مه ۱۳۹۴ل): سامسنګ د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د بارسلونا د مبایل په نړیوال کانګرس کې ګیلکسي ایس سیون او ایس سیون ایج بازار معرفي کړل.
دغه مبایلونه به د مارچ د میاشتې په ۱۱مه خرڅلاو ته وړاندې شي.
د سامسنګ په ګلیکسي ایس سیون کې نوې داسې ځانګړنې ورزیاتې شوي چې په آی فون او نورو مبایلونو کې لا نشته دی. نن ټکی اسیا مو له دغو نویو ځانګړنو خبروي، چې د آی فون استعمالوونکي ترې محروم دي.
ګلیکسي ایس ۷ په اوبو کې کار ورکوي
که تاسو آی فون سیکس ایس په اوبو کې ډوب کړئ او بیا يې د روغ پاتې کېدو تمه لرئ، نو خوب مو اوبو ته تېر کړئ. خو سامسنګ نوې ګلیکسي ایس سیون بیا د اوبو مخه نیسي او په مبایل کې اوبه نه ځي. کمپنۍ وايي چې مبایل د اوبو او خاورې پر وړاندې مقاومت کوي او استعمالوونکي کولای شي چې په یوه متر اوبو کې تر نیم ساعت پورې مبایل استعمال کړي.
تېز چارجیږي
ګلیکسي ایس سیون کې مایکرو USB استعمال شوې چې د مبایل په تېز چارجولو کې مرسته کوي. تر دې دمه خو ستونزمنه ده چې ګلیکسي ایس سیون به څومره ژر چارجیږي، خوتر ګلیکسي ایس ۶ څخه ژر یعنی د دوه ساعتونو دننه چارجیږي.
د ګیلکسي مقابل کې بیا آی فون ۶ ایس پلس بیا د چارجولو لپاره پوره درې ساعته وخت غواړي.
تېزه کامره
د ایس سیون کامره آټو فوکس د آی فون ۶ ایس څخه تېز ده.
د شپې عکس
که د شپې عکسونه مو خوښیږي، نو د سامسنګ نوې ځيرک تلیفون په دې کې هم تر ټولو وړاندې دی او آی فون ۶ ایس خو یې بیخي مقابله نشي کولای.
مایکرو SD card
سامسنګ په ګلیکسي ایس ۷ کې مایکرو ایس ډي کارډ سلاټ یو ځای بیا ورزیات کړی دی چې پر مټ یې تاسو کولای شئ د خپل تلیفون حافظه تر ۲۰۰ جي بي پورې ورزیاته کړئ.
غوره بیترۍ
د ګلیکسي ایس سیون بیترۍ ۳زره ملي امپایره ده او ایس سیون ایج بیترۍ بیا ۳۶۰۰ ملي امپایره ده. د آی فون ۶ ایس بیټرۍ بیا ۱۷۱۵ ملي امپایره او د ایس پلس بیټرۍ بیا ۲۷۵۰ملي امپایره ده. په دواړو مبایلونو کې د سامسنګ بیټرۍ د آی فون په پرتله ډيرې ښې دي.
همېشه پر سکرین باندې
سامسنګ نوي ګلیکسي ایس سیون د یوې داسې ډسپلۍ «همېشه پر سکرین باندې» ځانګړنه ورزیاته کړې چې همېشه تاریخ، وخت او خبرتیاوې په سکرین پرته له دې چې ټچ یې کړئ، پرتې وې.
آی فون کې هم دغه ځانګړتیاوې شته خو د هغې لپاره به یو ځل مبایل ټچ کوئ.
ډير خوندور معلومات
د پاڼې قدرمنو اډمينانو !!
اسلام عليکم
د پخوا په پرتله ستاسو نشرات اوس پر عمومي وال باندې نه راځي ؟ او دغه راز که موږ وغواړو چې ستاسو د ويبسايټ لينک سرچ کړو نوهم موږ ته لينک په لاس نه راځي ؟ هيله کوو دا ستونزې راته حل کړى
او دا اوسنۍ بڼه يې چندان د ښه کيفيت درلودونکي ندى