نړۍ

جنوبي پښتونخوا : کوټه کې برایي درنه چاودنه سوې

د جنوبي پښتونخوا له مرکز کوټې نه راپورونه وایي چې برایي شپه ددې ښار په زرغون څړک یو درنه دموټر بم چاودنه سوې چې پنځه کسان یې مړه کړي او تراویا ډیر یې زخمیان کړي دي ، خبري راپورونه وايي چاودنه دشپې  لس بجې شاوخوا سوې ده چې د پولیسو دمشر مشتاق کور یې په نښه کړی .

دبي بي سي راپور وایي چې چاودنه په داسې ځای کې سوې ده چې هلته امنیتي اقدامات ډیر قوي دي ، او دا ځای دکوټې دوالي مقام ته ډیر نږدې دی ، د کویټې یوه امنیتي مقام بي بي سي ته ویلي چې په چاودنه کې شاوخوا پنځه سوه کیلوګرامه منفجره مواده استفاده سوي دي ، تراوسه دچاودنې مسؤلیت چا په غاړه نه ده اخیستی .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x