دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( پنځه شپېتمه برخه )

م. محمد نعیم

دا چې د شهید لپاره د دوه اویاوو حورو خبره به همدا دوه اویا وي، او که به له دې څخه ډېروالی مطلب وي، په دې اړه ملا علي قاري رحمه الله داسې وايي:  ( في التقييد بالثنتين والسبعين إشارة إلى أن المراد به التحديد لا التكثير ، ويحمل على أن هذا أقل ما يعطي ولا مانع من التفضل بالزيادة عليها “[۱].

ژباړه:  د دوه اویاوو په قید سره دېته اشاره ده چې هدف همدا دوه اویا دي، نه زیاتوالی، کېدای شي دا هغه کمه اندازه وي چې ور کوي یې، او د الهي مهربانۍ له مخې له دې څخه د زیاتو په وړاندې کوم مانع نشته.

د ملا علي قاري رحمه الله خبره ځکه منطقي برېښي چې په حدیث شریف کې د دوه اویا حورو خبره شوې، نه د اویاوو، که خبره د اویاوو شوې وی، بیا به د ډېروالي د معنی احتمال و. ځکه چې اویا د ډېروالي لپاره استعمالېږي، نه دوه اویا.

حافظ ابن حجر رحمه الله په فتح الباري کې وايي: دا خبره چې د هر یو لپاره به دوه مېرمنې وي، یعني ددنیا له ښځو څخه ـ امام احمد له یوې بلې لارې له حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه تر ټولو ټيټ پوړو جنتیانو په اړه مرفوع روایت کړی، چې له دنیوي مېرمنو پرته به دوه اویا حورې لري، ددې روایت په سند کې شهر بن حوشب دی، چې خو پکې شته، د شپيلۍ په هغه اوږده حدیث کې چې ابي یعلی له یوې بلې لارې له حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه مرفوع روایت کړی، راځي: جنتي به دوه اویا هغو ښځو ته ورځي چې الله پاک په جنت کې پیدا کړې دي، او دوه ښځې به یې له بني آدمو څخه وي، د ابو سعید رضی الله عنه په حدیث کې چې امام ترمذي مرفوع روایت کړی راځي چې تر ټولو ټيټ پوړو جنتیانو ته به اتیا زره خدمتګاران او دوه اویا مېرمنې وي، امام ترمذي رحمه الله وايي چې دا حدیث غریب دی، د مقدام بن معدیکرب رضی الله عنه حدیث چې ترمذي روایت کړی وايي: شهید ته شپږ ځانګړنې دي… بیا پکې راځي: او دوه اویا حورې به ورته په نکاح کېږي، د ابو امامة رضی الله عنه په حدیث کې چې ابن ماجه او دارمي مرفوع روایت کړی راځي: هېڅوک جنت ته نه ځي، مګر دا چې الله پاک دوه اویا حورې او دوه د دنیا ښځې ورته په نکاح کوي، ددې روایت سند خورا کمزوری دی.

ډېر هغه څه چې په دې اړه یې معلومات را ته وشول، هغه څه وو چې ابو الشیخ[۲] په خپل کتاب ( العظمة ) او بیهقي په خپل کتاب ( البعث و النشور ) کې د عبد الله بن ابی اوفی مرفوع حدیث راړوی چې: یو جنتي ته پنځه سوه حورې په نکاح کېږي، له څلورو زرو پېغلو او اتو زرو کونډو سره به کور واله کوي، په دې روایت کې د یو راوي نوم نه دی اخیستل شوی، او د طبراني په روایت کې چې له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت شوی راغلي چې جنتي سړی به له سلو پېغلو سره کورواله کوي.

ابن قیم رحمه الله وايي: په صحیحو احادیثو کې له  دوه مېرمنو زیاتې نشته، پرته د ابو موسی له روایت نه، چې وايي په جنت کې د مومن لپاره  د ملغلرو یوه خیمه ده، چې اهل یې پکې اوسي، او دی به پرې راګرځي، زه وایم دا وروستی حدیث حافظ ضیاء[۳] صحیح ګڼلی. او په مسلم کې د ابو سعید رضی الله عنه په حدیث کې تر ټولو د ټيټ پوړو جنتیانو په اړه راځي: بیا به یې دوه مېرمنې ورته راشي. کوم څه چې له دې روایاتو جوتېږي دا دي چې د هر جنتي لپاره به کم تر کمه دوه مېرمنې وي. ځینو بیا داسې ځواب کړ ی چې کېدای شي تثنیه د الله جل جلاله ددې قول په څېر وي چې ( جنتان و عینان ) او دېته ورته نور، یا به مراد د زیاتوالي او لوی والي تثنیه وي، لکه لبیک و سعدیک، خو  ددې قول کمزوري پټه نه ده.

ابو هریره رضی الله عنه په دې حدیث استدلال کړی چې په جنت کې به ښځې له سړیو زیاتې وي، لکه امام مسلم چې د ابن سیرین له لارې روایت کړی، او دا بالکل واضح ده، خو  له دې سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه قول په تعارض کې واقع کېږي چې وړاندې د کسوف په حدیث کې تېر شو چې: د دوزخیانو زیاته برخه مې تاسو ( ښځې ) ولیدئ. او ددې ځواب داسې کېدی شي چې په دوزخ کې ددوی له زیاتوالي څخه په جنت کې ددوی د زیاتوالي نفی نه لازمېږي. خو په دې کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه قول چې په یو بل حدیث کې راغلی وايي: په جنت کې مې وکتل، کم هستوګن یې مېرمنې وې، ستونزه پنځوي، کیدای شي راوي په هغه معنی روایت کړی وي چې دی پرې پوهېدلی، هغه دا چې دوی په دوزخ کې ډېرې دي، نو له دې دا لازمېږي چې په جنت کې به کمې وي، او دا لازمي نه ده، لکه مخکې مې چې وویل. او دا هم کېدای شي چې دا خبره په لومړي سر کې وي، چې لا ګنهګاران د شفاعت په نتیجه کې له دوزخ څخه نه وي راوتلي. والله اعلم. [۴]

او ملا علي قاري رحمه الله د هغه روایت چې وايي د هر مومن لپاره به دوه مېرمنې وي، او د هغه روایت تر منځ چې وايي اویا حورې به وي، دا ډول توفیق کړی: ( ددې او هغه روایت تر منځ چې وايي تر ټولو ټيټ پوړي جنتي ته به دوه اویا مېرمنې او اتیا زره خادمان وي، د توفیق په اړه داسې ویل کېدی شي چې د هر جنتي لپاره به دوه داسې مېرمنې وي چې د پنډۍ مغز به یې له غوښې او جامو د لاندې ښکاري،  او دا له دې سره منافي نه دی چې هر یو ته دې نورې ډېرې داسې حورې وي چې په دې صفت نه وي موصوفې، داسې ویل شوي، خو ښه جوته خبره دا ده چې هر جنتي ته به د دنیا له ښځو دوه مېرمنې وي، او د تر ټولو ټيټ پوړي جنتي ته به په ټولیز ډول دوه اویا مېرمنې وي، دوه د دنیا له ښځو او اویا به حورې وي، و الله تعالی اعلم.[۵] همدا د ملا علي قاري رحمه الله خبره مبارکفوري رحمه الله د ترمذي په شرح ( تحفة الاحوذي ) کې راوړې.

په هر صورت، د پورتنیو او نورو روایاتو او اقوالو نچوړ په دوه ټکو کې کولی شو، یو دا چې په صحیح روایاتو کې د هر جنتي لپاره دوه داسې مېرمنې ثابتې دي چې له ډېرې ښکلا، روڼوالي، او پاکوالي به یې د پنډۍ د هډوکو مغز له غوښې او اویا جوړه جامو د لاندې ښکاري. نور روایات چې ځينې لږ او ځینې ډېر کمزوري دي وايي چې د هر مومن لپاره اویا حورې دي، اتیا زره خادمان او…

دوهم دا چې ځینو علمای کرامو ددې ډول روایاتو تر منځ توفیق داسې کړی چې د هر جنتي لپاره به دوه د دنیا ښځې وي، او اویا به حورې وي. چې په ټولیز ډول د هر جنتي لپاره دوه اویا مېرمنې کېږي. او دا تر ټولو د ټیټ پوړو جنتیانو لپاره، هغوی چې الله جل جلاله په لوړو او لویو منازلو نازولي د هغو  لپاره ټاکلې ګڼه نشته، هغوی ته به الله جل جلاله چې څه ډول غوښتي وي د هر چا له منزلت او مرتبې سره مناسبې ډالۍ ور کوي. او دا په نورو نصوصو ثابته ده چې د شهیدانو درجې او مرتبې له انبیاوو علی نبینا و علیهم الصلاة والسلام پرته تر ټولو لوړې دي.

هر څه چې وي، د شهیدانو په اړه له راغلي مبارک حدیث نه جوتېږي چې شهید ته د دوه اویا حورو په نکاح کېدل د هغه ځانګړنه ده، یعني د شهید یوه ځانګړنه دا ده چې له نورو جنتیانو پرته به ده ته په ځانګړي ډول دوه اویا حورې په نکاح کېږي. که داسې نه وي نو بیا د شیهد ځانګړنه څه ده؟ او په دې اړه یې له نورو جنتیانو امتیاز څه دی؟ بل دا چې په دې شپږو، یا اوو یا اتو ځانګړنو کې چې د شهید په اړه یادې شوې دي، د دوه اویاوو حورو نکاح کېدل د څه لپاره یاد شوي؟ پرته له شکه چې د شهید د امتیاز او له نورو جنتیانو نه یې ددرجې د لوړوالي له کبله. که داسې وي چې شهید ته به هم د نورو جنتیانو په څېر همغه دوه اویا مېرمنې وي نو بیا دا دوه اویا حورې د شهید د ځانګړنو په حدیث کې د څه لپاره یادې شوې دي؟ او حال دا چې د نورو جنتیانو لپاره په ځانګړي ډول داسې یادونه نه ده شوې.

نور بیا…

محمد نعیم

[۱] –  مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح, ج ۱۱ / ص ۴۸۱٫

[۲] – الحباني (۲۷۴ – ۳۶۹ ه = ۸۸۷ – ۹۷۹ م) عبد الله بن محمد بن جعفر بن حبان الاصبهاني، أبو محمد: من حفاظ الحديث، العلماء برجاله. يقال له أبو الشيخ. ونسبته إلى جده حبان. له تصانیف: طبقات المحدثين بأصبهان والواردين عليها – ” أخلاق النبي وآدابه – ” ذكر الاقران ورواياتهم عن بعضهم بعضا ” الامثال – خ ” و ” العظمة – خ ” رسالة في التاريخ. الأعلام للزركلي. ج ۴, ص ۱۲۰٫

[۳] –  الضياء الامام العالم الحافظ الحجة محدث الشام شيخ السنة ضياء الدين أبو عبد الله محمد بن عبد الواحد بن احمد بن عبد الرحمن السعدى المقدسي ثم الدمشقي الصالحي الحنبلى صاحب التصانيف النافعة، ولد سنة تسع وستين وخمس مائة… عاش أربعا وسبعين سنة.وتوفى إلى رضوان الله في جمادى الآخرة سنة ثلاث وأربعين وست مائة. تذکرة الحفاظ. ج ۴، ص ۱۴۰۵ – ۱۴۰۶.

[۴] فتح الباري، باب ما جاء في صفة الجنة.

[۵] – مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح. باب صفة الجنة و أهلها.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x