دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت (شپږ شپېتمه برخه)

م. محمد نعیم

یوه مهمه پوښتنه او اندېښنه چې وخت په وخت په ذهنونو کې را ټوکېږي: په جنت کې لکه په صحیحو روایاتو کې چې راغلي د نارینه جنتیانو لپاره ګڼې حورې دي، خو د ښځينه جنتیانو په اړه کومه یادونه نه ده شوې، آیا هغوی به هم ګڼ خاوندان لري، لکه نارینه چې ګڼې مېرمنې به لري؟ یا هغې مېرمنې چې شهیدانېږي هغوی ته به  هم زیات خاوندان وي او که څنګه؟

په ځانګړي ډول دا اندېښنه له هغو کسانو سره ډېره پیدا کېږي چې په هر څه کې د ښځو او نارینه وو تر منځ د مساواتو او برابرۍ فکر لري.  په دې اړه څو ټکي د پام وړ دي:

لومړی: د اسلام مبارک دین د فطرت او عدالت دین دی، د هر چا له فزیکي او فطري جوړښت سره سم یې مکلفیتونه او حقوق ټاکلي. د بېلګې په توګه په نارینه وو یې جهاد فرض ګرځولی، او په ښځو یې نه دی فرض کړی، د کور او اولاد نفقه یې په نارینه وو فرض کړې، نه په ښځو، د ښځې مهر یې په نر لازم کړی، سره له دې چې خاووند او مېرمن دواړه د ګډ ژوند له خوږو خوند اخلي، خو د ترخو برخه بیا د نارینه وو یو څه زیاته ده؛ ځکه نارینه د ښځو په پرتله په فزیکي او فطري لحاظ پیاوړي دي.

دویم: په عام ډول په ښځو عاطفه غالبه ده، له همدې کبله ښځې مورګانې دي، او نارینه بیا د ښځو په څېر عاطفه نه لري، لکه ښځې چې د نارینه وو په څېر جدیت او ټینګه اراده نه لري، په ټوله نړۍ کې په وړکتونونو او همدا ډول په لومړیو ټولګیو کې ماشومانو ته ښوونه او روزنه ښځې کوي، ډېر کم به داسې وي چې نارینه دې وړو ماشومانو ته ښوونه او روزنه ور کړي، په ځانګړي ډول په پرمختللیو هېوادونو کې، او کوم چې وروسته پاتې هېوادونه او ټولنې دي، هلته ستونزه د ښځو د زده کړو ده، په کافي کچه ښځو زده کړې نه وي کړې؛ ځکه په لومړیو ټولګیو کې نارینه د ښوونې او روزنې چارې پر مخ وړي.

دا په حقیقت کې د هغه الهي فطرت د نښو اونښانو څرګندوی او د اسلام د مبارک دین د حقانیت دلیل دی، چې ښځو ته یې د انسانیت له پیله د ماشومانو د روزنې دنده سپارلې ده. همدا ډول که پام وشي په ټولو روغتونونو کې د ناروغانو د پالنې، اړتیاوو پوره کولو لپاره ښځې ګومارل کېږي، په ځانګړي ډول په غربي او غیر اسلامي هېوادونو کې، لامل یې څه کېدای شی؟  پرته له دې بل څه نه دي چې د ښځو عاطفه، زړه سوی او مینه زیاته وي، او دا هغه څه دي چې ماشوم او ناروغ دواړه سخته اړتیا ورته لري، او کفار د خپلو څېړنو او تجربو په پایله کې دې ټکي ته رسېدلي چې ښځې په کوم ډول د ناروغ او ماشوم پالنه کوي، نارینه یې هغسې نه شي کولی.

دریم: همدې فزیکي او فطري خلقت ته په کتو سره د ښځو او نارینه وو هیلې، غوښتنې او اړتیاوې هم سره یو ډول نه دي، په ټولیز ډول نارینه خوښوي چې دوه، درې او څلور مېرمنې ولري، خو په هېڅ ډول ښځې نه خوښوي چې په یو وخت کې دوه، درې او څلور خاوندان ولري، پرته له هغو  یو څو بې لارو چې هېڅ معیار نه پېژني، په هغو خو استدلال نه شي کېدای؛ ځکه شاذ او نادر په هېڅ قانون او ټولنه کې د استدلال وړ نه وي.

څلورم: په ټوله نړۍ کې به ډېرې کمې داسې ټولنې وي چې هلته دې ښځې په ښکاره دوه، درې یا څلور خاوندان وغواړي، آن په غربي ټولنو کې چې له یوې مخې پکې پرېمانه آزادي ده، هلته هم په عام ډول ښځې په یو وخت کې له دوه درې یا څلورو نارینه وو سره د جنسي اړیکو ساتلو حق نه لري، یو ښځه یا نجلۍ که د کوم نارینه یا هلک ملګرې وي، له بل نارینه سره جنسي ملګري او انډيوالي نشي کولی، دا آزادي شته چې یو پرېږدي له بل سره انډېوالي جوړه کړي، خو په یو وخت کې له دوو یا له زیاتو سره انډیوالي نه شي جوړولی.

پنځم: په عامه توګه ښځې فطرتا شرمناکې او حیاناکې دي، له همدې کبله نه غواړي په پټو مسایلو یې دې له خاوند پرته بل څوک خبر شي. په ټولو انساني ټولنو کې ښځې دنارینه وو له خوا غوښتل کېږي، نارینه د ښځو له خوا نه غوښتل کېږي، په دنیا کې پلار، مور یا ورور خپل زوی یا ورور ته ویلی شي چې یوه ښه نجلۍ به درته وکړم، یا به دوه، درې یا څلور ودونه درته وکړم، خو هېڅوک لور او خور ته د هغوی د شرم او حیا له کبله نشي ویلی چې یو ښه خاوند به درته و کړم، دا خو په هېڅ صورت نشي ویلی، خصوصا د مسلمان ایمان او وجدان یې نشي زغملی چې دوه، درې یا څلور خاوندان به درته وکړم!!!

شپږم: : ښځې په عام ډول جامې او ګاڼې ډېرې او ښې خوښوي، تر دې چې هره ورځ نوې نوې غواړي، په مناسباتو کې خو تر وسه وسه د نویو نویو لپاره هڅې کوي، په دوه مناسبتونو کې همغه یوه جوړه اغوستل عیب ګڼي، هغه ښځه په دوی کې ډېره بختوره وي چې ډېرې جامې او ګاڼې ولري. خو په عام ډول نارینه بیا داسې نه دي.

اووم: ماشومتوب د انسان د ژوند هغه صفا، روڼ، بې ریا او پاک پړاو دی، چې ټول په خپل فطري حالت پکې انځورېږي، وړې نجونې، نرمې او پستې لوبې او چارې خوښوي، ناوکۍ او نانځکې جوړوي، کله کله خپله ناوې کېږي، ماشوم ویده کوي، لوښي یوې او بلې خوا ته کوي، ډوډۍ پخوي، ځای پاکوي، جامې پاکوي، د خپل وړوکي کور په ترتیب او تنظیم بوخته وي، په لنډ ډول هره وړه جینۍ په حقیقت کې وړه مور وي، د مور توب چارې آن په ماشومتوب کې کوي.

هلک له وړکتوب نه یا په آس سپرېږي، یا موټر چلوي، یا جعلي او مصنوعي جګړې کوي، ګوند او ګوند بازۍ کوي، کټ مټ هغه څه چې په لویوالي کې یې عملا تر سره کوي.

له دې ټولو وروسته اوس راځو دېته چې الله جل جلاله ددنیا په څېر په جنت کې هم ښځو ته د هغوی د فطري غوښتنو سره سم نعمتونه ټاکلي، چې هغه له تصور نه لوړه ښکلا، بنګلې، جامې، ګاڼې او خدمتګارانې دي، تر څنګ یې معنوي ارزښت چې حیا او پاک لمني ده، او د هرې سالمې او روغې ښځې هیله او غوښتنه ده، په خورا ښه توګه ورته برابره شوې، جنتي ښځې به له خپلو خاوندانو پرته د نورو سړو د لیدو هیله نه لري، خپل خاوند به تر ټولو ښه او ښاغلی ورته ښکاري، دا سمه ده چې که په جنت کې یو څوک هر څه وغواړي ور کول کېږي، خو هلته له انسانانو سره شیطان او بد نفس نشته، چې ناوړه غوښتنې او هیلې ولري. ځکه خو به په جنت کې هېڅوک داسې هیله او غوښتنه نه کوي چې له فطرت سره اړخ نه لګوي.

دا فکر چې په جنت کې باید ښځو ته ګڼ خاوندان وي، لکه نارینه وو ته چې ګڼې مېرمنې دي، ښځینه فکر او تصور نه، بلکې نارینه فکر او تصور دی، دا ډول خلک فکر کوي ښځې هم د نارینه وو په څېر تصور، اړتیاوې، غوښتنې او هیلې لري، دا داسې دي لکه ښځې چې فکر وکړي نارینه د دوی په څېر تصور، اړتیاوې، غوښتنې او هیلې لري، خو حقیقت له دواړو سره په ټکر کې دی.

لوی ظلم او ناپوهي ده که یو څوک فکر وکړي چې هر شي ته زه اړتیا لرم، باید نور یې هم ولري، هر څه چې زه خوښوم باید نور یې هم خوښ کړي، هره هیله چې زه لرم باید نور یې هم ولري، لکه څه رنګه چې الله تعالی هر انسان جلا پیدا کړی، دغسې یې هیلې او غوښتنې هم جلا ور کړې دي، لکه څه رنګه چې د نر او ښځې تر منځ په جوړښت، بڼه او څېره کې توپیر دی، دغسې یې په هیلو، غوښتنو او اړتیاوو کې هم توپیر دی.

زه ټولو هغو کسانو ته چلنج ور کوم چې وايي ښځو ته باید له یو نه زیات خاوندان وي، لکه نارینه وو ته چې له یوې مېرمنې زیاتې دي، دوی دې عملا ثابته کړي چې آیا ښځې همداسې غواړي؟ اوس خو په هره برخه او هر وخت څېړنې کېږي، دا کسان دې په ټوله نړۍ وګرځي، ښځې دې وپوښتي، مرکې دې ور سره وکړي، چې آیا هغوی په رښتیا داسې غواړي؟ داسې نه چې یو څو بې لارې، بې کوره او کوڅه ډبې وپوښتې، باید په مختلفو کچو د هرې ټولنې له ښځو وپوښتي. تر څو معلومه شي چې حقیقت څه دی.  هر کله چې ښځې خپله نه غواړي په یو وخت کې دې دوه، درې، څلور … خاوندان ولري، دا کسان بیا له کومه وايي چې ښځو ته دې له یو خاوند نه زیات خاوندان وي؟  آیا دا خپله د ښځو په حقوقو تیری نه دی؟ د ښځو حیثیت او کرامت ته په ټېټه کتل نه دي؟

دا ډول خلک څه فکر کوي چې په آخرت کې به هم د ښځو د حقونو په نامه جېبونه ډکوي؟ دوی باید پوه شي چې د آخرت ژوند بل ډول دی، هلته هر څوک خپل خپل ځواب وايي، او هر چا ته خپل خپل حق په خپله ور کول کېږي، څوک د چا وکالت او نیابت نشي کولی، او نه څوک د چا له نامه ناوړه ګټه پورته کولی شي.

نور بیا…

محمد نعیم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x