دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت اوه شپیتمه برخه

م. محمد نعیم

پاتې دې نه وي چې جنت یوازې د مادي پېرزوینو او نعمتونو ځای نه دی، تر مادي نعمتونو پکې معنوي پېرزوینې زیات ارزښت لري، په جنت کې تر ټولو لوړ او ستر نعمت د الله جل جلاله لیدل دي، جنتیان به په هېڅ نعمت دومره نه خوښېږي، لکه د خپل رب جل جلاله په لیدو.

( عَنْ صُهَيْبٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « إِذَا دَخَلَ أَهْلُ الْجَنَّةِ الْجَنَّةَ – قَالَ – يَقُولُ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى تُرِيدُونَ شَيْئًا أَزِيدُكُمْ فَيَقُولُونَ أَلَمْ تُبَيِّضْ وُجُوهَنَا أَلَمْ تُدْخِلْنَا الْجَنَّةَ وَتُنَجِّنَا مِنَ النَّارِ – قَالَ – فَيَكْشِفُ الْحِجَابَ فَمَا أُعْطُوا شَيْئًا أَحَبَّ إِلَيْهِمْ مِنَ النَّظَرِ إِلَى رَبِّهِمْ عَزَّ وَجَلَّ ).[۱]

ژباړه: له صهیب رضی الله عنه څخه او هغه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې ویل یې: کله چې جنتیان جنت ته ننوزي ـ وايي ـ الله تبارک وتعالی وايي نور څه غواړئ چې در یې کړم؟ دوی وايي آیا مخونه مو دې نه سپین کړي؟ آیا جنت ته دې نه یو داخل کړي او له اور نه دې نه یو ژغورلي؟ وايي، نو الله جل جلاله به پردې لیرې کړي، او دوی ته به خپل رب ته تر کتو  بل هېڅ ډېر ښه شی نه وي ور کړل شوي.

مخکې هغه آیتونه او احادیث یاد شول چې وايي جنتي مېرمنې او حورې به پاک لمنې او په پرده کې وي، هېڅ یوه جنتي مېرمن به له خپل خاوند پرته د بل سړي دلیدو هیله نه کوي، خپل خاوند به تر هر چا زیات ورته خوښ وي.

او داسې هم نه ده چې کوم څه په دنیا کې حرام وي، هغه ټول به په جنت کې حلال وي، بلکې ځینې داسې څېزونه دي چې د انسان ضمیر او وجدان یې نه مني، هغه لکه څه رنګه چې په دنیا کې سلیم فطرت نه مني، دغسې به په جنت کې هم نه وي، هغه کسان چې وايي په جنت کې ښځې باید له یو نه زیات خاوندان ولري، لکه نر چې له یوې زیاتې مېرمنې لري، که وپوښتل شي چې آیا تیار دي چې میندې او خویندې یې په یو وخت کې له یو نه زیات خاوندان ولري؟

ددوی له دې غیر معقول استدلال نه چې هر څه په دنیا کې حرام دي باید په جنت کې حلال وي ډېرې نورې خبرې راپورته کېږي، د بېلګې په توګه په دنیا کې له مور، خور، لور، نیا، خاله او عمه سره نکاح کول حرام دي، آیا دغه کسان دا خوښوي چې له خپلو محرماتو سره یې نکاح وشي؟ هېڅ انسان که هر څو بې لارې وي دا شی نه مني.

یا لکه کفار چې دلته په دنیا کې له څارویو او ځناورو سره جنسي اړیکې ساتي، یا د ځناورو غوښې او نورې مردارۍ خوري، دا خو په اسلام کې ناروا دي، نو دا جنابان چې وايي د دنیا هر حرام دې په جنت کې حلال وي، په دې اړه به څه فکر کوي؟ او که یې غواړي پرته له شکه چې د انسانیت له چمبه وتلي دي او فطرت یې بدل شوی.

په لنډ ډول باید ووایو چې جنت د الهي پېرزوینو، معنوي ارزښتونو او د انسان له سلیم فطرت سره سم د مادي نعمتونو ځای دی، هلته نه شیطان شته او نه بد نفس چې د جنتي په ذهن کې ناوړه او ناسم سوچونه را پیدا کړي.

۱۴– شهید د خپلو اویاوو خپلوانو شفاعت کوي.

د شهید بله ځانګړنه د خپلو اویاوو تنو هغو خپلوانو شفاعت کول دي چې د سزا وړ وي، ( عَنْ جَابِرٍ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « إِنَّ شَفَاعَتِى يَوْمَ الْقِيَامَةِ لأَهْلِ الْكَبَائِرِ مِنْ أُمَّتِى ) [۲]

ژباړه: له حضرت جابر بن عبد الله رضی الله عنهما څخه روایت دی، وايي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویل یې: بې له شکه د قیامت په ورځ زما شفاعت زما د امت د لویو ګناهونو د مرتکبینو لپاره دی. د ترمذي په روایت کې راځي چې محمد بن علي چې د همدې حدیث یو راوي دی، وايي جابر رضی الله عنه را ته ویل: محمده! څوک چې د لویو ګناهونو له مرتکبینو څخه نه وي، د هغه او دشفاعت څه دي سره!؟ یعني شفاعت خو د هغو کسانو لپاره دی چې لوی ګناهونه یې کړي وي، چا چې لوی ګناهونه نه وي کړي، شفاعت  ته اړتیا نه لري.

مبارکفوري رحمه الله په دې اړه وايي: د لویو ګناهونو بښنې او معافۍ ته اړتیا نشته؛ ځکه چې نه یې دي کړي، او وړې ګناوې خو په عباداتو له منځه ځي، خو د درجو د لوړوالي لپاره بیا شفاعت ته اړتیا لري. [۳]

دا چې شفاعت به له سزا مخکې وي او که  وروسته، په دې اړه د علماء کرامو اختلاف دی، او دا ځکه جې په حدیث کې په دې اړه تصریح نه ده شوې، ځینې علماء وايي هغه کسان چې د سزا وړ وي، هغوی به اور ته ننویستل کېږي، بیا به په شفاعت را ایستل کېږي، او ځینې وايي چې مخکې له دې به یې شفاعت کېږي چې اور ته ننویستل شي، یعني سزا به نه ور کول کېږي.

کېدای شي دواړه حالتونه وي، ځینې کسان چې د ډېر عذاب مستحق وي، هغوی ته به یو څه سزا ور کول کېږي، وروسته به یې شفاعت کېږي، او ځینې کسان چې د ډېر عذاب مستحق نه وي، د هغوی به په لومړي سر کې او له سزا لیدو مخکې شفاعت کېږي، او ځینې کسان به داسې وي لکه په صحیحو روایاتو کې چې راغلي چې د درجو د لوړوالي لپاره به یې شفاعت کېږي.

نِمْرَانُ بْنُ عُتْبَةَ الذِّمَارِىُّ قَالَ : دَخَلْنَا عَلَى أُمِّ الدَّرْدَاءِ وَنَحْنُ أَيْتَامٌ فَقَالَتْ : أَبْشِرُوا فَإِنِّى سَمِعْتُ أَبَا الدَّرْدَاءِ يَقُولُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- : ( يُشَفَّعُ الشَّهِيدُ فِى سَبْعِينَ مِنْ أَهْلِ بَيْتِهِ ) [۴]

ژباړه: له نمران بن عتبة الذماري څخه روایت دی، وايي ام الدرداء ته په داسې حال کې چې یتیمان وو ورغلو، ویل: زیری مې درباندې ما له ابو درداء نه اورېدلي چې ویل یې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د شهید شفاعت به د خپلو اویاوو تنو خپلوانو په حق کې منل کېږي.

وعن المقدام بن معدي كرب، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ( للشهيد عند الله ست خصال: …ويشفع في سبعين من أقاربه) [۵]

له مقدام بن معدی کرب څخه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: شهید ته د الله په وړاندې شپږ ځانګړنې دي… او د خپلو اویاوو خپلوانو  په حق کې به یې شفاعت منل کېږي.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[۱] – صحیح مسلم، باب إِثْبَاتِ رُؤْيَةِ الْمُؤْمِنِينَ فِى الآخِرَةِ رَبَّهُمْ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى.، سنن الترمذي، باب ما جاء في رؤیة الرب. سنن ابن ماجة، باب فیما أنکرت الجهمیة.

[۲] – سنن ابن ماجه. باب ذكر الشفاعة. سنن الترمذي, باب في الشفاعة. سنن أبي داود, باب في الشفاعة.

[۳] – تحفة الاحوذي، باب ما جاء في الشفاعة.

[۴] –  سنن أبي داود, باب في الشهيد يشفع.

[۵] – سنن الترمذي، باب في ثواب الشهید. مسند احمد، حدیث المقدام بن معدیکرب رضی الله عنه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x