ټولنیزه برخه

خپل يو شاګرد ته ليک !!!

ليکوال : اسدالله غيرت / پکتيا

سلامونه

هيله ده چې د روغتيا په جامو کې پټ او د ژوند په ټولو چارو کې بريالی وې .

ګرانه کله چې د خپلو شاګردانو په مينځ کې ستا پوهه او لياقت ګورم ډير خوشاليږم , وياړ کوم چې ستا په شان د ځيرک , پوه او با استعداده زده کوونکي استاذ يم.
افرين ستا پر پلار چې په رنځور تن ستا د ښه راتلونکي لپاره مزدوري کوي او تا ښوونځي ته ليږي .

ګرانه ! ستا د ډيرې پوهې او ښو اخلاقو اوازې تر لیري لیري خورې دي , ځينې خلک غواړي چې تا بې لارې کړي او د هر وخت درس ويلو څخه دې راوګرځوي .
خو ګوره !

هغه کسان چې له تا څخه لويان دي او خپل وخت په بې ځايه کارونو تيروي له هغو سره ناسته ولاړه مه کوه . ځکه چې د بې کاره او بد عمله خلکو سره له ګرځيدلو نه , يوازې پاتې کيدل غوره دي .

غوسه مه کوه , ځکه هوښياران وايي چې غوسه د عقل زوال دی , هسې نه خدای ج مه کړه غوسه دې د عقل او پوهې لوړ برجونه ونړوي.

پنځه وخته لمونځ او د قرانکريم تلاوت په پابندۍ سره کوه.

يو کار هم د مور او پلار له سلا او مشورې پرته مه ترسره کوه.

کتاب د ځان ملګری جوړ کړه د هر ښه کتاب لوستل ستا په ژوند کې مثبت بدلون راوستلی شي , هر کتاب ته په درنه سترګه وګوره , په پاڼو کې يې ليکل مه کوه ,

تر لوستلو وروسته يې په خوندي ځای کې وساته .

د ځينو حالاتو او ځينو ستونزو په ليدو سره مايوسه او ناهيلی کيږه مه !

ځکه ناهيلي او مايوسي کيدای شي ستا د زده کړې او پرمخيون مخه ونيسي .

د خپل ورځني ژوند لپاره مهال ويش جوړ کړه او خپل ژوند د همغه مهال ويش مطابق وړاندې يوسه.

ګرانه !

ته پوهيږې چې ستا مور , پلار او کورنۍ ستا په زده کړه او ښه راتلونکي پورې ټول ارمانونه تړلي دي.

هڅه وکړه د خپلې غريبې کورنۍ همدا ارمانونه دې په ښه زده کړه , ښو اخلاقو او ښه راتلونکي ورپوره کړه .

په همدې هيله

د خدای ج پامان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x