افغانستان

طالبانو څلور نیول شوي ترکان دښه نیت لمخې خوشي کړل

Image859په تازه ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي طالبانو دنیول شویو ترکانو له جملې نه چې په تیره میاشت کې یې دلوګر په ولایت کې نیولي وو ، څلور تنه خوشي کړي او دترکیې هیوادو مربوطو چارواکو ته یې سپارلي. دطالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره کې په دې اړه یوه لنډه اعلامیه نشر شوې چې دڅلورو ترکي اتباع دخوشي کیدو خبره یې تاید کړې. په اعلامیه کې ویل شوي چې نور څلور تنه به هم په نیږدې وخت کې خوشي کړي .

طالبانو ویلي چې دا کار یې دښه نیت لمخې کړی او غواړي چې دترکیې له مسلمان هیواد سره ښې دوستانه اړیکې ولري بالمقابل له ترکي حکومت نه  یې غوښتنه کړې چې ترک چارواکي هم باید دخپل ښه نیت اظهار وکړي او د داسي چارو ترسره کولو ته مخه کړې چې دافغان ترک دمسلمانو ولسونو دنیژدې کیدلو او دیني ورورولۍ دټینګیدو سبب شي.

دترکیې هیواد اته تنه اتباع تیره میاشت طالبانو دلوګر په ازره ولسوالۍ کې له الوتکې سره ونیول ،له نیول کیدو وروسته یې الوتکې ته اور ورته کړ او اسیران یې خوندي ځای ته بوتلل .

طالبانو تردې وړاندې هم یو شمیر ترکان دښه نیت لمخې خوشي کړي وو.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x