نړۍ

د نيپال مساپر وړونکې الوتکه ورکه شوې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۴ل): د نپيال چارواکي وايي چې ټواين اينډ ټو مساپر وړونکې الوتکه له خپلو ۲۱ سپارليو سره ورکه شوې ده.

د چارواکو په وينا دغه الوتکه له پلازمېنې کټمنډو پورته شوه، چې لږ وخت وروسته يې له رادار سره اړيکه پرې شوه.

د نيپال هوانوردۍ وزارت چارواکي وايي، چې کېدای شي دا الوتکه به د هماليه غر لوړو څوکو سره ټکر شوې وي.

اسوسيټيډ پرېس خبري اژانس ليکلي، چې چورلکو د ورکې شوې الوتکې لټون پيل کړی، مګر تر اوسه يې څه درک نه دی موندل شوی.

د نيپال هوايي شرکت په نړيواله کچه د معيار له پلوه ښه نوم نه لري او ۲۰۱۳م راهيسې ارواپايي هېوادونو د کټمنډو پر الوتکو د ورتګ بنديز لګولی دی.

۱۹۴۷م راهيسې، چې نيپال هوايي الوتکې پيدا کړي، تر اوسه دغه هېواد کې اويا پېښې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x