نظــر

ذبیح الله مجاهد: دهرهغه پروګرام ملاتړکووچې زموږ دبې وزله هیوادوالودروغتیا او ماشومانو دمستقبل لپاره ګټه رسوي

n00013994-bطالبانو په رسمي  ډول دپولیو/ګوزڼ ضد واکسیناسیون پروګرام ته اجازه ورکړه . دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږل شوي خبر پاڼه کې ویلي ،دهرهغه پروګرام ملاتړ او مرسته کوو،چې زموږ د بې وزله هیوادوالو روغتیا ته مفید وي او زموږ دماشومانو اینده ته ګټه رسوي .په خبر پاڼه کې دیونیسف او ډبلیو ایچ او له نړیوالو ادارو نه غوښتنه شوې چې دواکسیناسیون دکمپاین لپاره باید سمیز بې غرضه خلګ استخدام کړي

نه خارجي کسان چې دیو ډول مرموزو فعالیتونو شک پرې کیداي شي.

دا خبر پاڼه چې رسنیو ته لیږل شوي یوه کافي یې نن ټکي اسیا هم ترلاسه کړې چې دموضوع اهمیت ته په کتو سره یې کټ مټ نشرته سپاري.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دپوليو دواکسيناسيون په اړه دافغانستان داسلامي امارت اعلاميه

څرنګه چې دپوليو ناروغي دنړيوال پرمختللي طبابت له مخي يواځې  وقايوي علاج لري،چې هغه ددې ناروغي په وړاندي دماشومانو واکسين کول او دپوليو ضد قطرې ورکول دي، دافغانستان اسلامي امارت دهرهغه پروګرام ملاتړ اومرسته کوي چې زموږ دبې وزله هيواد دخلګو دروغتيا لپاره وي اودماشومانو مستقبل ته ګټه رسوي،دافغانستان اسلامي امارت دهيواد په اوسني جنګي حالت کې ددې کمپاین چلوونکو ادارو( ډبلیو ایچ او) او(یونيسیف) ته دامشوره ورکوي چې،ددې کار لپاره په سیمه کې بې غرضه  سمیيزخلګ استخدام کړي،بهرني کارکونکي سیمي ته ولاړنشي اوهمدارنګه دهرې سیمې له شرایطو سره سم، اسلامي اصولو او سیمیزو عنعناتو ته په احترام سره خپل کمپاین عیارکړي،ددغو شرایطو د په ځای کولوپه صورت کې دافغانستان داسلامي امارت ټولو مربوطواومنسوبو کسانو(مجاهدينو)ته هدایت کيږي، چې باید هيڅ ستونځه ورته جوړه نکړي بلکې لازمه مرسته هم ورسره وکړي.

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۴/۷/۳ هـ ق

۱۳۹۲/۲/۲۳هـ ش ــ 2013/5/13م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x