
خوست: د وسلو د زېرمتون تخنيکي مسوول وژل شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۴ل): په خوست ولایت کې د څارن کوټ میدان د وسلو د زېرمتون تخنیکي مسوول طالبانو وژلی دی.
طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې رضوان الله لوګری تېره شپه شاوخوا نهه بجې د دوی تر بريد لاندې راغی، چې د ژورو ټپونو له امله يې نن سهار سا ورکړه.
د دوی په خبره رضوان الله لوګری د څارن کوټ په میدان کې د وسلو د زېرمتون د تخنکیي چارو عمومي مسوول و.
تر اوسه د خوست ځايي چارواکو د رضوان الله د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
ياده دې وي خوست یو له هغو ښارونو څخه دی چې د طالبانو له غلچکي بريدونه خوندي ګڼل کېږي.