افغانستان

طالبانو پاکستان کې د سولې خبرو په اړه ناخبري وښوده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې د څلور اړخيزې ناستو په لړ کې څلورمه ناسته وشوه، چې وروسته يې په راتلونکو دوو اونیو کې د مخامخ خبرو اعلان وکړ.

له ناستې وروسته وویل شول چې په راتلونکو دوو اونیو کې به له طالبانو سره مخامخ په اسلام اباد کې د سولې په اړه خبرې وشي.

طالبانو نن چهارشنبه، رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دوی د دې غونډو په اړه وړاندې هم دريځ روښانه کړی او د راتلونکې ناستې په اړه یې هم ناخبري ښوودلې ده.

طالبانو ویلي چې د دوی دريځ په قطر کې د پګواش ناسته کې روښانه شوی او د څلور اړخیزو ناستو په اړه يې وړاندې ويلي و، چې دا له دوی پرته د دې ناستو د ګډونوالو خپل نظرونه دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد له پیام افغان تلویزون سره خبرو کې دا ناستې له دې اړخه هم بې باوره بللې وې، چې دوی پکې نشته، خو د جګړې یو مهم اړخ امریکا پکې ګډونواله ده.

یاده دې وي دولتي رسنیو خبر ورکړی چې راتلونکو دوو اونیو کې به اسلام اباد له طالبانو سره د مخامخ خبرو کوربه وي، خو تر دې وړاندې تېر کال هم مارچ میاشت د مخامخ خبرو د لومړۍ ناستې میاشت ګڼل کېدله، خو څرک يې ونه لګید.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x