افغانستان

د ګډ حکومت ټاکنیزې پایلې: محمد اشرف غني ټاکنې ګټلې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۴ل): د ټاکنو خپلوک کمیسیون مشر نن په یوه خبري ناسته کې د تېر کال د ټاکنو پايلې اعلان کړې.

د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ځکه وځنډېدلې چې اوسنی ولسمشر او اجراییه رییس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر منځګړيتوب د واک په مساوي وېش قانع شول.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېر کال له شپږو میاشتو ناندريو وروسته ایله دومره وویل چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر او عبدالله عبدالله يې ا جرايیه رییس دی.

نن په یوه خبري ناسته کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر يوسف نورستاني د تېر کال د ټاکنو پایلې په داسې حال کې اعلان کړې چې حکومت تر یو نیم کال مات ـ ګوډ مزل وهلی.

د نورستاني په وینا دغه پايلې هغه وخت هم محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ته په جلا جلا سې ډې ګانو کې ورکړې وې، خو ښکاره يې نه شوای په ډاګه کولی.

د هغه په خبره په تېرو ټاکنو کې محمد اشرف غني ټولې رايې ۳۹۳۵۵۶۷ او د عبدالله عبدالله ۳۱۷۵۰۱۸ وې، خو دوی هغه مهال ښکاره نه شوای ویلی.

له همدې حسابه اوسني ولسمشر ۵۵،۲۷ او اجراییه رییس ۴۴،۷۳ سلنه رايې ګټلې وې.

ياده دې وي د ګډ حکومت پر شراکت شوی توافق د راتلونکي لمریز کال په لومړیو کې پای ته رسېږي، خو لا هم د اساسي قانون له مخې اجراییه رییس حقوقي مشروعیت نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x