نظــر

شرم ، شرم

دکرزي  حکومت  وافغانستان ته  دجرمني دلومړۍ وزیري  انګیلامیرکل له راتګ څخه  وروسته له هغه خبرشوچي د میرکل دسپرلۍ الوتکه   د مزارشریف په هوایې دګرکي  کښېناسته !!.

دمئ په ۱۰مه نیټه دجرمني لومړۍ وزیره انګیلا  دخپل دفاع وزیرسره یوځای په ناڅاپي توګه په افغانستان کي راڅرګنده شوه ،ددوی له راتګ څخه کابل  ناخبري ښودلې اودمیرکل همداډول پټ سفریې ددیپلوماتیکواصولومخالفت   بلل دی .

وافغانستان ته دمیرکل خپل سری  دخول په خپل نوعیت کي یوازینۍ اولومړۍ پیښه نه ده چي کوربانه ترې ناخبره وي  ،دوه کاله مخکي دامریکې ولسمشربارک اوبامادارګ له خبرتیاپرته بګرام ته راغی  ،ارګ چي په خبریده اوباماوخت لادافغانستان  له هوایې قلمرڅخه وتلی ؤ.

دغه رنګه ډیرځله لیدل شوي چي دبیلابیلوهیوادونووزیران اولوړپوړي ملکي چارواکي دلته راشي ،  دخپلوپوځیانواوهغوافغان ډلو- ټپلواوافرادوسره چي ښي اړیکي ورسره پالي  شراب وکباب نوشجان کړي ، خوارګ خېل + دبهرنیوچارووزارت یې په تګ اوراتګ خبرهم نه وي .

په ځانګړې توګه هغه هیوادونه  چي په افغانستان کي پوځیان لري په پرله پسې توګه دډیپلوماټیکواوبین الدولي حقونوتخلف کوي  ،بده لاداچي دنړۍ د مختلفوهیوادونوترانسپورټي ،پوځي اوجنګي الوتکې دپلازمېني په ګډون ولایتونوته دافغان چارواکودخبرتیاپرته الوتنې کوي ،دوی یې نه تلاشي کولای شي اونه معلومات ترې اخیستلای شي چي څه یې پکي بارکړي اوڅه یې راوړي دي .

دبهرنیوپوځیانواصلي شمېر،دماموریت موده اودفعالیت ساحه یې خارجیان په خپله خوښه خپلوګټوته په پام سره غوره کوي ،نه دکابل مشورې ته اړتیااحساسوي   اونه یې هم کوم وړاندیزاواندېښنې ته پام کوي .دبهرنیانودوسایلواووسلونوعیت ،شمېراوکیفیت بیاهغه څه دي چي ارګ  یې دپوښتني زړه هم نشي کولای ،پلټنه خویې دارته دختلوپه بیه ورته تمامیږي   .

کابل له امریکې سره دبګرام زندان دپړسول شوي لانجې  په وخت کي دملي حاکمیت اواستقلال سپېڅلي  کلمات په بیابیاپه رسنیواوغونډوکي یادول ،اوددغه زندان نه ورسپارل یې دملي حاکمیت نقض اوانتفی بلله ، خواوس داسي غلي دي ته به وایې چي رښتیاافغانستان داستقلال اوملي حاکمیت څښتن دی .
ددوی له اړخه تعریف شوی ملي حاکمیت هغه لوښی  دی چي دورځي په لسهاووځله اعاده کیږي اوبیابیرته ځني تروړل کیږي .ځکه همداډول ملي حاکمیت وروسته له یوې لسیزي په بګرام کي  ظاهرااعاده شو،خوپه کندهار،ننګرهار،پکتیا،هرات ،مزار،کندوزاو…..لاتراوسه نه دی اعاده شوی ،هلته اوس هم دپخواپه شان یرغلګرځواکونه  حاکم دي ،دشپې اوورځي افغانان بندیانوي اودخپلي خوښي سره سم یې له ځان سره ساتي .

ارګ په خپل تاریخ کي تربل هروخت په تېره لسیزه کي ډیرسپک شو،دایراني اخوندانودپیسوکڅوړویې پزه پرې کړه ،پاته دوه توته حیثیت یې  دسي ،ای ،اې  ډالري بوجیو په اوبوورلاهوکړ،خوواکمن یې  اوس لاهم خپل ځان او اداره منتخب اوخپلواک  ګڼي  .
که څه هم دارګ دشرم اوحیااحساس ویلي  شوی دی  ،خووافغانستان ته دجرمني دلومړۍ وزیري انګیلامیرکل  یادشوي  سفر فوق العاده   شرمیندګي  ورته پرېښوده ،ځکه دمیرکل دراتګ خبر نه ولسمشرۍ ماڼۍ اونه هم دباندنیوچارووزارت ته ورکړل شوی ؤ،دوی هم دعادي مامورینوپه څېرهغه وخت  خبرشول چي انګیلادمزارشریف په هوایې ډګرکي دم وقدم پیل کړ.

سید سعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x