شعـــــرونه

دوه غزلونه: محمد شهيم

محمود شهيم

 ولاړ د ژوند په دو راهئ کې سر ګردان یمه زه
داسې حیران یم چې حیران پسې حیران یمه زه

ژونده زه هسې په تا بار، په تا تاوان یمه زه
نه مې منزل شته او نه لار، خو بس روان یمه زه

د شک رنجو مې سترګې داسې تورې کړي دي چې
په تا خو څه چې اوس په ځان هم بدګمان یمه زه

مور جانې خیر نورې دونیا ته که ارزان یمه زه
بس دغه ډیره ده په تا باندې چې ګران یمه زه

جنت خو پریږده که دوزخ کې هم چا وپوښتلم
هلته به هم وایم پښتون یمه افغان یمه زه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

غزل

غم دې زلمی دی اوپه لار کې پروت دی
مات مې زړګی دی او په لار کې پروت دی

ستا لېونی دی او په لار کې پروت دی
ماښام سکڼی دی او په لارکې پروت دی

په زړه کافرې مسيحاشه راشه
مړ دې لالی دی او په لار کې پروت دی

اوس يې ژوند ستا مړوند کې نه تېريږي
اوس مات بنګړی دی او په لار کې پروت دی

شهيم نو څه دی، او دکومې ښې دی؟
خو کوږ لرګی دی او په لار کې پروت دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x