افغانستان

ځلاند: د وسلو مرسته مو جګړې ته هڅوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۴ل): د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي چې د روسې له لوري د زرګونو کلاشینکوفونو مرسته دا ثابتوي چې موږ جګړې ته هڅول کېږو.

د ملي امنیت شورا مسوولین وايي د حنیف اتمر د سفر پ رمهال روسیې ورسره د ۱۰ زره میله کلاشنکوفونو مرستې ژمنه کړې، چې نن به يې رسماً ور وسپاري.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وايي چې دغه وسله به نن د روسي سفیر الکسندر منتیتسکي له لوري د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ته ورکړل شي.

د ملي امنیت سلاکار له روسي سفیره مننه کړې او د دې شورا د ویاند په قول دا يې د افغان ځواکونو د ستونزو هواری بللی دی.

که څه هم افغان حکومت دا وسله د مننې وړ بولي، خو د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی ډاکټر فیض محمد ځلاند بیا دا مرسته د «استخباراتو د ناولې جګړې» نښې بولي.

ځلاند د روسيې له لوري دا مرسته د جګړې هڅونه ګڼي او لیکي: «نن روس لس زره وژونکي کلاشینکوف کابل ته را واستول. نن د نویمې لسیزې تر ټولو ستره افغان وژونکي وسله یو ځل بیا زموږ مټو ته را ورسول شوه، نن مو بیا د جینوسایډ تابیا ونیول شوه، نن مو بیا جګړې ته هڅوي.»

نوموړي پر دې افسوس څرګند کړی چې د کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت څو میلیاردیزې ډالرې ودانۍ جوړېږي، خو د کوم پوهنتون میلیوني ودانۍ هم جوړه نه شوه.

د هغه په خبره «په تیرو څوارلسو کلنو کې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت ته په میلیونونو ډالرو ودانې جوړي شوي، میلیاردونه ډالر یې په تجهیز مصرف شول، نه د کوم پوهنتون میلیوني ودانې جوړه شوه او نه هم د هارورد، اکسفورد، کیمبرج یا بل کوم معتبر پوهنتون کوم پروفیسور له افغانستان څخه لیدنه وکړه، او نه یې استازې پوهنځې جوړي شوي.»

یاده دې وي د اجراییه رییس ویاند هم دا د روسيې لویه مرسته بللې او پخپله ټویټر پاڼه يې ترې مننه کړې ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close