افغانستان

په ارزګان کې دطالبانو نفوذی کس دیوه قومندان په شمول ۴عسکر په ډزو وژلي

له ارزګان ولایت نه په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي تیره شپه نهه بجې دارزګان ولایت  دچنارتو په ولسوالۍ کې یوه افغان عسکر دپوستي پرقومندان دخپل ټوپک خوله ور اړولې دقومندان په شمول څلور ساتونکي عسکر یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. طالبانو دپيښې مسولیت منلي وایي چې یو تن نفوذي مجاهد یې دجنارتو ولسوالۍ دجکجکوي په سیمه کې مشهور قومندان عبدالرؤف دخپلو څلور عسکرو په شمول په ډزو وژلی .

دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې حمله کوونکي مجاهد له حملې وروسته له خپلې وسلې سره دمجاهدینو سیمې ته روغ رمټ رسیدلي او ورسره یو ځاي شوی دی. قاری یوسف احمدي وايي چې وژل شوي قومندان دسیمې مشهور قومندان وو چې دڅلورو پوستو مسولیت یې په غاړه درلود او همداراز په سیمه کې دامریکایانو اعتمادي تن وو.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x