شعـــــرونه

ورک منزل: محمد عزيز غروال

محمد عزيز غروال

د پېر او پلور مزه مې نشته، خريدار نه لرم
زه له ارزښته رالوېدلی يم، بازار نه لرم

د سوداګرو په نړۍ کې مې سودا نه کيږي
د سيالۍ نه يم، ځکه کار نشته، روزګار نه لرم

ښار د دوه رنګو، زه بدرنګ شوم، ګزاره سخته شوه
يار د محدود شوم، له هر چا سره اوس کار نه لرم

د شمېر نړۍ، د شمېر جاګير او زه له شمېره وتی
حق د ويلو څه مانا؟ چې د کردار نه لرم

درد مې په هره لاره سل زره اغزي کرلي
سکون کې هم مرمه، يوه شېبه قرار نه لرم

ارته نړۍ مې د سيالۍ څرک ځکه نه ګوري چې
زه واقعي رهبر، د غره په څېر سالار نه لرم

د زړګي زور مې تمام شوی، پښې مې تاب نه لري
غرواله زه مې تر منزله پورې لار نه لرم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x