عبدالستار سعادت:د پایلو اعلان د ټاکنو کمیسیون وقار له منځه یووړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۴ل): د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت وايي چې د حکومت له یو نیم کال مزل وروسته د تېر کال د ټاکنو د پايلو اعلانول د ټاکنو کمیسیون وقار له منځه یووړ.

د ټاکنو خپلوا کمیسیون نن په یوه خبري ناسته کې د تېر کال د ټاکنو پایلې اعلان کړې، چې ولسمشر غني ګټونکی او عبدالله عبدالله يې بایلونکی دی.

د ۱۳۹۳ لمريز کال د ټاکنو پايلې د ۱۳۹۴ د کب پر پنځمه اعلان شوې.

د ۱۳۹۳ لمريز کال د ټاکنو پايلې د ۱۳۹۴ د کب پر پنځمه اعلان شوې.

سعادت وايي چې که د ټاکنو کمیسیون هغه وخت هم د دوو نوماندانو د توافق پروا نه وای کړې، اوس به د ټاکنو کمیسیون دومره بې وقاره نه و.

هغه لیکلي: «د ټاکنو خپلواک کمېسيون يو نيم کال وروسته د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون پرېکړه اعلان کړه. که يې هماغه وخت د شکايتونو کمېسيون په شان د سياسي توافقاتو پروا نه وای کړې, ټاکنې او نظام به دومره بې وقاره نه و.»

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون مشر د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر دې ملامت بولی چې د دوی تر پرېکړې يې د ده په خبره د سفارتونو جوړ جاړې ته ارزښت ورکړ او د هغوی پایلې يې اعلان کړې.

سعادت وايي: «هغه مهال يې زمونږ د پرېکړې په ځای، د سفارتونو له خوا د جوړجاړي پايلې او د دوه کانديدانو تر منځ سياسي هوکړه ليک (معامله ليک) اعلان کړ.»

د ۱۳۹۳ لمریز کال ټاکنې بې پایلې پاتې شوې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې په منځګړیتوب، د امریکا په سفارت کې د وخت دسفیر او حامد کرزۍ پر شاهدۍ د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني تر منځ جوړ جاړی اعلان شو.

که څه هم ولسمشر غني په ټاکنیزو کمپاینونو کې ژمنې کړې وې، چې په هیڅ صورت به سهامي شرکت نه جوړوي، خو اوسنیو پایلو وښوده چې نوموړی د ټاکنو ګټونکی و، خو د جان کېرې پر امر يې شرکت جوړلو ته غاړه اېښوده.

په نننۍ خبري ناسته کې د ټاکنو خپلوا کمیسیون مشر وویل چې د ټاکنو د رایو دا پايلې يې هغه وخت هم ولسمشر غني او اجراييه رییس عبدالله عبدالله ته په جلا جلا سې ډې ګانو ورکړې وې.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بې نوم
میلمه
بې نوم

لومړی نورستانی او بیا اشرف غنی ###### لاس نیسي….

محمدربی آماج
میلمه
محمدربی آماج

وایی!پشۍ که په مخ پوزه لری! بیا به نه کړی ویرانی! دغه دواړه د شرم لوښی دی، په هیڅ اړ وغوړ ندی او تر ټولوبده یی لا دغه ده چی د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون هم د ملت له رایو سره جفا کړی.