افغانستان

نعیم وردګ: د څلور اړخیزو غونډو له جریانه خبر نه یو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۴ل): په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د هغو څلور اړخیزو غونډو په اړه ناخبري ښودلې چې تېره ورځ یې په کابل کې څلورمه ناسته ترسره شوه.

د نوموړي دفتر ویاند «محمد نعیم وردګ» ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی د دغو ناستو په اړه معلومات نه لري.

ښاغلي وردګ همدا راز ویلي چې د دوی له استازو سره د څلور اړخیز بهیر په ناستو کې د ګډون لپاره اړیکه نه ده نیول شوې. خو زیاتوي چې «اسلامي امارت هره هغه هڅه ستايي چې د اشغال د ختمیدو او یوه اسلامي نظام د رامینځته کیدو لپاره کیږي، د دې لپاره که هرڅوک زمونږ سره اړیکه نیسي هرکلی یې کوو».

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د سولې خبرو د پیل لپاره یو ځل بیا د هغو خنډونو په له مینځه وړلو ټینګار کړی چې تېره میاشت په قطر کې د یاد دفتر مشر د سولې لپاره اړین ګام بللی وه.

باید وویل شي چې د طالبانو د سیاسي دفتر له لوري په هره غونډه کي ویل کیږي چې دوی د مذاکراتو او سولي د خبرو د پیل لپاره د تور لیست په نامه بندیزونو ختمېدل غواړی، او همداسی یو مشخص ادرس ته اړتیا لري چې د دوی اړوند موضوعاتو کې له دوی سره اړیکه ونیول سي او هم دوی خپل ولس او نړیوال له دغه ځایه په نویو پرمختګونو خبر کړي.

بل لوري ته رسنیو ته هم د طالبانو له لوري خبرپاڼه لېږل شوي چې ويلي يې دي دوی د څلور اړخیزه جریان په اړه هیڅ معلومات نه لري طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې يې هم له پیام افغان په نامه تلویزون سره په خبرو کې د څلور اړخیزو ناستو په اړه نا خبرې ښوودلې وه.

تیره ورځ په کابل کې د څلور اړخیز غونډو څلورمه ناسته وشوه، ځیني داسي راپورونه خپاره شوه چې راتلونکې ناسته به د طالبانو سره په اسلام اباد کې وي، خو د طالبانو سیاسي دفتر او د طالبانو ویاند دغه اوازې رد کړې.

ورته لیکنې

Back to top button