شعـــــرونه

غزل: هيواد شپون

هیواد شپون

چې سوځېدم نو اورته ولې اودرېدمه دشپې
د کایناتو شورته ولې اودرېدمه دشپې

په ما که جبرهم کاوه خو زمکې¡ تابه که وه
د اسمانونولورته ولې اودرېدمه دشپې

چې به ویده شوم بلاګانوبه اخیستی ومه
چې به راویښ شوم مورته ولې اودرېدمه دشپې

خدایه! ما ولې لټولې په دې مات وجودکې
دې بې دېواله کورته ولې اودرېدمه دشپې

دغې سپوږمۍ ته شپونه! ولې ما ټپې و یلې
د دې جینۍ انځورته ولې اودرېدمه دشپې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x