شعـــــرونه

غزل: درويش روښان

درويش روښان

څنګ مې په سترګو کې ژوندی ساتې ايمان په زړه کې
اوس دي په نيمه شپه کې هم اورم اذان په زړه کې

څومره لوې ذات مې په دي خپل ورکوټي زړه کې ځاې کړو
څومره مې مات کړل دا واړه واړه بوتان په زړه کې

ته يو حديث ژوندې کړه جام راکړه په سرو منګولو
زه به ازاد کړم يو څو وينځې غلامان په زړه کې

ځه چې د مينې په ګناه پاک کړو د يو بل زړونه
ځه چې د لاس او خپو نه وتړو شيطان په زړه کې

د مئنتوب له تازه زخم نه دي خداې وساته
څومره فرياد کوي څنګ درد وي د انسان په زړه کې

د اوجود خاوره دي لمبې وهي درويش روښانه
د مينې کر غواړي په سترګو کې باران په زړه کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x