د نن سرلیکنه

د څلور اړخیزه غونډو ناکام تسلسل

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: تیره ورځ په کابل کې د څلور اړخیزې غونډې څلورمه غونډه جوړه شوه .

یاده غونډه لکه څومره چې توقع کیدله په هماغه کچه بي نتیجې او بي اغیزې وه .

د سولې په اړه د یادې غونډې له انعقاد سره سم د هیواد په جګړه ییز جریان کې دری مهم انکشافات تر سره شول.

لومړی، ناټو اعلان وکړ چې دوی غواړي افغان ځواکونه په روان ۲۰۱۶ کال کې د دفاعي وضعیت په ځای تهاجمي وضعیت خپل کړي .

دوهم د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا اعلان وکړ چې روسیه غواړي افغان ځواکونو ته ۱۰۰۰۰ کلاشینکوفونه ورکړي.

دریم په هلمند کې د جګړې د شدت له وجې دولتي ځواکونه په موسی کلا ، نوزاد او سنګین ولسوالیو کې خپل پوځي مراکز تخلیه کړ.

د دې ترڅنګ په داسې حال کې چې د حکومت ځیني سیاسي چارواکي په اسلام اباد او کابل کې په څلور اړخیزو غونډو مصروف دي ، امریکايي او ناټو ځواکونه په بغلان او هلمند کې د افغان پوځیانو په استخدامولو سره عملا په جنګي جبهه کې قرار لري چې له امله يي د ټول ژمي په ساړه موسم کې هم جګړه جاري وساتل شوه .

د کابل په پرونۍ جلسه کې د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزیر هم یو ځل بیا خپل پخواني ګواښونه تکرار کړل چې کوم طالبان چې د خبرو له لارې د سولې منلو ته حاضر نشي هغوی به د زور له لارې له منځه وړل کیږي چې دا ګواښنه په خپل ذات کې د سولې هر ډول امکان ناشونی کوي.

د سولې له غونډو سره همزمان د بغلان او هلمند په شمول د هیواد په مختلفو سیمو کې د جګړې شدت او د دې کار لپاره د ناټو او امریکایي ځواکونو جنګي احضارات دا په ډاګه کوي چې روان کال به د جګړو او نښتو تر ټولو خونړی کال وي .

له پورتنیو واقعیتونو څخه د ا استنتاج کیږي چې د سولې په نوم د څلور اړغیزو غونډو هلي ځلې د جګړې دپای ته رسیدو په مقصد نه ؛ بلکې د ځینو لوریو لخوا د امتیاز اخیستنې په غرض ترسره کیږي .

په څلور اړخیزو غونډو کې د طالبانو نه ګډون او د یادو غونډو د جوړوونکو د امتیاز غوښتنې سیاست د افغانستان د نا امنه وضعیت د لا نا آمنه کولو موجب ګرځي او دا هغه څه دي چې امریکایان یې په روان کال کې د ترسره کولو په لټه کې دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شبیراحمد عثماني

دوی اصلا دسولې اراده نلري ددوی دا غونډې یوازې ددې لپاره دي چې خپل امتیازات ترلاسه کړي او دملت په سترګو کې خاورې وشیندي که دوی په رښتیا سوله غوښتلای دطالبانو غوښتنې به یې منلي وای . دطالبانو په غوښتنو کې یوه دخارجي یرغلګروپوځیانو وتل او داشغال پای دی. دا غوښتنه که څه هم دطالبانو په نوم ده خو په حقیقت کې دهرهغه افغان غوښتنه ده چې په ازادۍ او خپلواکۍ مین دي او دا د هیواد دوګړو بین الملي مسلم منل شوی حق دی. دطالبانو بله غوښتنه په هیواد کې داسلامي نظام حاکمیت دی. دا هم دهرافغان غوښتنه ده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x