افغانستان

عاجل خبر: هلمندکې دبرتانوي عسکروپرپوځي مرکزسرښندونکی بریددرنه مرګ ژوبله اړولې

cbaf2a67c7fc624620827f3fc5ea514fله هلمند ولایت په تازه ورکړل شوی خبر کې ویل شوي نن ماسپشین درې بجې دموسی کلا ولسوالي دلنډۍ ناوې په سیمه کې دبرتانوي ځواکونوپه پوځي قرارګاه ډلیز سرښندونکی برید ترسره شوې چې له امله یې په مرکز کې میشتو کسانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې. له سیمې نه ورکړل شوي راپورونه وایي لومړی د مرکز په نظام قراول  او ورودي دروازه دیوه مازدا ډوله موټر په توسط بمي چاودنه ترسره شوه چې له امله یې دمرکز یوه برخه زیاته زیانمنه شوه

،ورپسې په مرکز دطالبانو له لوري مخامخ ډلیز سرښندونکي برید ترسره شو .

دطالبانو ویاند قاري محمد یوسف رسنیو ته په لیږل شوي خبر پاڼه کې دپیښې مسولیت پرغاړه اخیستي ، او زیاته کړې یې ده چې دا برید ددوئ مجاهدینو دخالد بن ولید دپيل شویو عملیاتو په لړ کې ترسره کړی ،نوموړي زیاتوي دمرکز په ورودي دروازه برید دحنیفي په نامه یوه فدايي مجاهددموټربم په توسط ترسره کړ چې دښمن ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله .ورپسې نورو مجاهدینو ډلیز برید پیل کړ چې اوس مهال هم دوام لري.

له سیمې نه عیني شاهدانو ویلي چې دپیښې له ځایه  دسپکو او درنو وسلو ډزو اوازونه اوریدل کیږي او دمرکز نه  تور لوګي پورته کیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x