افغانستان

اشرف غني د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي له دندي ګوښه کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو وزیر نن د ولسمشر اشرف غني په یوه فرمان سره له خپلي دندي ګوښه کړل شوی او پر ځای یې تاج محمد جاهد د نوي وزیر په توګه معرفي شوی دی.

د ارګ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د د کورنیو چارو پخوانی وزیر نور الحق علومي په هالینډ کې د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

د نور الحق علومي په اړه ددې تر مخه هم راپورونه خپاره شوي وه چې د نوموړي له کاره څخه اشرف غني او ډاکټر عبدالله خوښ نه دي، او دنوموړي څخه یې د استعفاء ورکولو غوښتنه کړې. (خبر یې دلته لوستلای شئ)

نور الحق علومي د اجرائیه رئیس ډاکټر عبد الله له لوري د کورنیو چارو وزارت ته ور پيژندل شوی وو.

د نوموړي د وزارت پر مهال د سیګار ادارې د کورنیو چارو په وزارت کې د لوی اختلاسونو او خیالي پولیسو خبرونه ورکړه، همداسي د نوموړي د وزارت په موده کې د کندز ولایت د طالبانو په لاس سقوط وکړ او په ورته وخت کې د طالبانو نفوذ د افغانستان په مختلفو برخو کې ورځ په ورځ مخ پر لوړه روان دي.

ددې تر مخه د اشرف غني سره د پاکستان په اړه د نظر د اختلاف له امله د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل استعفا ورکړې وه، خو د ارګ چارواکو هغه وخت ویلي وه چې د رحمت الله نبیل د کارکردګي څخه اشرف غني خوښ نه وو.

بل لوري ته جنرال ایوب سالنګي هم له خپلي دندي شړل شوی او پر ځای یې جنرال عبدالرحمان رحمان د کورنیو چارو زارت د امنیتي چارو مرستیال ټاکل شوی دی.

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي په دې وروستیو کې په ډیر ټینګار سره وايي چې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله ګډحکومت نور د پرمخ چلیدو توان له لاسه ورکړی او هر ګړی ددې امکان سته چې هغه د سقوط سره مخ سي.

په واشنګټن کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادراې مشر جیمز کلیپر په واشنګټن کې د سنا جرګې غونډې ته څه موده مخکې ویلی وه چې په کابل کې د جان کیري په لاس تشکیل شوی حکومت له سختو امنیتي او اقتصادي چلینجونو سره مخ دی او ښايي د روان ۲۰۱۶ کال تر پایه پوري سقوط وکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x