ټولنیزه برخه

د یووالي اهمیت او ضرورت

سید شریف

د دوست او دښمن پر دې خبره اتفاق دی چي په وحدت کي قوت دی،یو والی د بري راز  دی،په اتحاد کي د دښمن شکست دی، د نفاق اچونکو ذلت دی او تر ټولو مهمه داچي  یو والی د الله تعالی د نصرت مورد دی.

د حکومتونو، خوځښتونو،ټولنو او حتی کورنیو داتحاد او  یو والي په صورت کي د قوي دښمن لوی پلانونه بې اغیزي وي او هڅي یې بې له کومي مثبتي پایلي  پای مومي،خو د افتراق او تشتت په حالت کي کمزوری غلیم هم کولای شي چي خپلي کرغیړني نقشې تطبیق کړي .

تجربو ا ومشاعدو ثابته کړې چي اتحاد د کامیابۍ ستر باعث دی، مقصود منزل ته لنډه او اسانه  لار ده،د دښمن د فعالیت په وړاندي لوی ډب او خنډ دی، د شهیدانو، یتیمانو، اسیرانو او مظلومو هیوادوالو دپاکوهیلو او ستروارمانونو دتمثیل ستر سبب دی.

خو برکس اختلاف بیا د کفر پر ژرنده د ابو ورسیخول دي، د مسلمانانو د مځکو او شتمنیو استثمار ولواو  مستعمره کولو ته لاره هواره ول دي،د اسلامي نظام دحاکمیت  په مخ کي د پولادي دیوال درول دي او بالاخره د مسلمان ملت د غلام کولو لوی علت اختلاف دی.

متاسفانه ځیني دیني علومو ته منسوب اشخاص هم په شعوري توګه هڅّه کوي چي دمسلمانانو او په ځانګړې توګه د مجاهدینو ترمنځ اختلاف پیدا او پیاوړی شي، دوی عملا اختلاف ته لمن وهي،تقریرونه ورباندي کوي او داختلاف د پیاوړیتا لپاره فتواوي صادریوي، خو وایې چي دوی اختلاف نه کوي او جالبه لا داچي خپلو هڅو ته د د وینو د توئیدو دمخنیوي او جوړجاړي نوم ورکوي.سبحان الله

تعجب دی همدغه ډول اشخاص په قران او احادیثو کي هغو مبارکو نصوصو او مضامینو ته نه ګوري چي په تکرار سره د وحدت او اتفاق تاکید او ښیګڼي بیانوي.

«وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلا تَفَرَّقُوا»

الله تعالی خپلو بندګانو ته د اتفاق امر کوي، له جلا والي یې راګرځوي، ځکه په بیلتون کي ضعف دی،کروړ قوت په اسانه اوبه کیږي،ارادې متزلزلي کیږي،عزم سستیږي،کمزوری دښمن غښتلی کیږي او بالاخره خپل هغه پاک او باارزښته هدف ته چي په ملیونونو سرونه مو پرې ښندلي رسیدل په یو خوب او خیال بدلیږي.الله دې نه کړي!

کوم کسان چي د اختلاف زړي شیندي که په هر عنوان همدغه کرغیړن عمل کوي، په دنیا کي دي ذلت او رسوایې له پامه نه غورځوي او په اخرت کي دي دالله تعالی د مبارک فرمان «ولا تفرقوا»د تخلف دسزا څخه نه بې پروا کیږي.

«إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذينَ يُقاتِلُونَ في‏ سَبيلِهِ صَفًّا کَأَنَّهُمْ بُنْيانٌ مَرْصُوصٌ»

الله تعالی له هغو کسانو سره مینه اومحبت  کوي چي دده عز وجل په لاره کي یو موټي جنګیږي، اختلاف نه کوي او د تشتت مخه نیسي،نوخپلو کړو وړو،ویناوو او کړنو ته ډیر پام باید وکړو چي په شعوري او لا شعوري توګه د ولاتفرقوا مبارک فرمان تر پښو راڅخه  لاندي نشي، ځکه په دې عمل سره به الله تعالی د ې نه کړي له د نیوي او اخروي خسران اولوی زیان سره مخا مخ شوي یو.

داچي  د کائناتو خالق او حاکم جل جلاله د اتحاد پر موضوع په دومره تکرار سره  اصرار کوي، عمیقه ځیرنه باید وشي، ځکه حتما د دینوي بریا او اخروي سعادت ډير او لوی رازونه پکي شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x