شعـــــرونه

د سولې فريب: مشفق حريت مل

مشفق حريت مل

سوله په درواغو په ټګۍ او دوکو نه کيږي
سوله سپين زړه غواړي په چلو فريبو نه کيږي

سوله لکه سپينه پريښته پاکه سپېڅلې ده
سوله د کافر او مسلمان ترمنځو نه کيږي

دا شرارتونه ټول همدغو روان کړي دي
سوله په هېواد کې په وجود د ناټو نه کيږي

ته خو څو ګامونه له دفتره پسې واخله لږ
سوله په لفظونو او په تش اعلاميو نه کيږي

سوله کې اړتيا ده جنګ بنديز، مينې او رحم ته
سوله په بمبار په شکنجو او جګړو نه کيږي

سوله، صداقت ايمانداري او صفا نيت غواړي
سوله په فريب، منافقت، تورو زړو نه کيږي

ته او خدای چې تاته د طالب ادرس معلوم نه دی؟
سوله د طالب او امارت په وېشو نه کيږي

ژاړي که دنيا په فلسطين، برما سوريې باندې
دلته هم ژوندون بې فريادو او سلګو نه کيږي

دا ولس نور پرېږدئ چې لږ ساه د ارامۍ واخلي
نوره ګزاره په دې حالت د قومو نه کيږي

وا که وري مشفقه څوک زما د وران زړګي فرياد
بيا به يې طاقت د اسوېلو او اهو نه کيږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x