
دوه جنازې : اتل مشواڼی
اتل مشواڼی
د عیسی علیه سلام کیسه به مو اورېدلې وي! وای یوه ورځ یې شپون ولید، چې کمزوری اوری یې پر اوږو دی.
عیسی علیه سلام ترې وپوښتل، چې په دې ناوختي کې دې وری ولې پر اوږ کړی او چېرته روان یې؟ شپون ځواب ورکړ: دا راڅخه ځنګله کې ورک و، کمزوری دی، د کاله خلک یې هم چندان نه خوښوي؛ خو چې و مې لیده اوری را څخه ځنګله کې پاتې بېرته پسې راغلم ایله مې اوس پیدا کړ او کور ته یې وړم.
عیسی علیه سلام خپل ملګري ته مخ ور واړوه: ګورې دې شپون پر اوږه ناروغ اوری ایښی، د ده سره له هسک سره لګي!
الفت صاحب هم یو مظلوم پر اوږ کېنولی وي او له ځنګله یې راکاږي،د وحشت پر وړاندې تل د هغه بېچاره ننګه کوي، چې لاسنیوي ته اړتیا لري.د الفت قلم د بې اسرې انسان ژبه ده، د الفت صاحب لیکنه د غریب نماینده ګي کوي.ګل پاچا الفت په هره لیکنه کې له ځنګله یو بېچاره پر اوږو را کېنولی وي او تر مزله یې رسوي، ځکه خو یې سر پر اسمان لګي.
الفت صاحب د دوه جنازو پرتله کړې، دلته د مظلوم او ظالم، غریب او غاصب، رټلي او رټونکي مقایسه ده.په دې لیکنه کې یې بیا یو اړمن پر اوږو سپور کړی، دلته یې بیا د یوه فریادي له ځنګله ویستلو هڅه کړې،خلک دوه جنازې بس جنازې بولي خو الفت بیا داسې نه دی:(( دوی دواړه مړه شول، خو مرګونه یې یو راز نه ول او مرضونه یې بېل ول.یوه د نورو وینې هم څکلې وې او دې ته محتاج و، چې ډاکتران یې له وجوده وینه و باسي.بل ته چا خپله وینه نه وه پرېښې او بې وینې و.))
دوه مړي دي، یوه دومره خوړلې چې له ډېرښت ومړ او بل له زېلښت، کم وینی ځکه وینه نه لري، چې بل ترې څښلې،چا یې حق نه دی ورکړی. خولې یې تویې کړي خو ثمره ترې بل وړې.د چاغ ځکه وینه ډېره شوې، چې کار یې نه دی کړی، په تیاره یې د لومړي کس له خولو زېږېدلی رزق خوړلی د داسې کسانو وینه ډېريږي او د هاغسې وینه زبېښل کیږي.
یو ظالم دی بل مظلوم! الفت ړندې ټولنې ته لیکنې کوي، الفت ځنګله ته لګیا دی او ویده را ویښوي، الفت صاحب ګوري، چې تنها د ده اوږه دومره مظلومان له ځنګله نه شي ایستی،ځکه خو نورو ته هم د مرستې بلنه ورکوي.
خلک د خان مړي ته ورځي،هغه چې له کم خونۍ مړ دی، پر جنازه یې درې څلور ولاړ دي او هاغه چې له چاغښته ومړ د جنازې یې کتارونه دي، بدبخته ټولنه د الفت سترګې نه لري.
الفت صاحب د خپلې زمانې حاکم او محکوم د لیکنې موضوع کرځولې، دی د محکوم پلوی او د ظالم خلاف دی.هاغه مهال د بادار او مزدور دود و.بادار پر مزدور ظلم کوو،الفت د ظلم خلاف و، ځکه د بادار مخالف و.
الفت صاحب مزدور ته حرکت ورکوي، هاغه له خپل مظلومیته ازاد کتل غواړي، ځکه خو خاموشۍ ورته مرګ بولي، چېرته چې بادار ظالم او مزدور خاموشه وي، پایله یې د دواړو پر مرګ تمامیږي:((یو کمزوری کول او بل قوي کول د دواړو په مړینه تمامیږي او د ظالم او مظلوم عاقبت همدغه شان وي. ))
الفت دا وړ مرګ وژنه بولي، خلک که هر څه دا یوه عادي پېښه ګڼي، خو د الفت په څېر کسان بیا داسې سوچ نه کوي.څه که داسې وژنو کې ټوپک نه کاريږي، په چړې ګوزار نه کیږي، خو د مرګ سبب او ماهیت همداسې دی لکه په چاړه چې څوک ووژني! ((دلته دا عادت دی که چا څوک په ټوپک ووېشت یا یې په چړه وواهه، پوښتنه یې کیږي؛ خو که چا د چا ډوډۍ وخوړه او هغه له لوږې مړ شو، دغسې قاتل ته سزا نه ورکوي.))
.
د الفت صاحب لیکنه خوږه ده، درد لري،پېغام لېږدوي د غریبانو پلوی نثر دی. نجاشي پاچا هم له ابو جعفره پوښتي و، چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم پلویان څوک دي، کله یې چې ځواب وموند،غریب خلک یې پلویان دي، باورمن شو چې په حقه نبي دی.د الفت لیکنې ته هم د بېوزلو پلوي پېغام تلپاتې والی ورکړی.
کله چې داسې لیکنه لولم، سوچ کوم، چې لیکنې ته کوم توکي کشش ورکړی. دې لیکنې ته هم که متوجې شو، لویه ځانګړنه یې دا ده، چې الفت صاحب بادار او مزدرو داستعارې په بڼه کارولي.هغه مهال دا دوه نومونه مستعار وو،د الفت صاحب په وخت کې که چا دا لیکنه لوسته له بادار او مزدوره به یې ممکن هاغه مستعار منه کسان ذهن ته تداعي شوي وي، چې الفت صاحب یې بیان غوښت.
اوس په لیکنه کې د بادار او مزدور نومونو د سېمبول شکل خپل کړی، زموږ په ذهن کې دا نومونه بېلابېل انځورونه جوړوي، ظالم او مظلوم، پانګوال او کاریګر، ښکېلاګر او محکوم او داسې نور …د لیکنې کرکټرونه سېمبول شوي.په داسې لیکنو کې که په دومره مهارت لکه چې الفت صاحب ترې کار اخیستی، کرکټرونه سېمبولي بڼه ولري، لیکنه دوام مومي او د ژوند موده یې زغیږي
.
د الفت صاحب نثر له ډېرو اړخونو د څېړنې جوګه دی، د هغه لیکنیز پېغام باید تجزیه شي، د نثر ښکلاوې یې موږ سره مرسته کوي، چې د ښې لیکنې لپاره ترې ګټه واخلو.
اتل مشواڼی
په رښتیا هم چه الفت صاحب د هغو پښتنو مسلمانانو له ډلی دی چه زمونږ د هیواد خزانی او ویاړنی دی ، د هغه سټایل که څه هم په ظاهره نشنلست معلومیږی ، مګر کله چه یی څوک لیکنی ولولی هغه نشنلست نه وو هغه یو عقیده من انسان وو ، د هغه وخت ستایل هم داسی معلومیدل چه چا به په پشتو څه لیکل هغو ته به افغان ملتیاتو افغان ملتی ویلو ، مګر مونږ چه یی د کورنی ډیر غړی ولیدل د بیلابیلو ایزمونو پلویان دی ، مونږ ته د مشر الفت صاحب په اړه هم کله کله… نور لوستل »